څېړنه د پوهې سرچينه او د ټولنو د پرمختګ جوهر دی!
پوهنتونونه هغه وخت ځلېږي،چې د ښوونې او روزنې تر څنګ د علم د توليد، د حقيقت موندنې او د انسانيت د خدمت يوه علمي ځاله وګرځي. د همدې علمي رسالت په رڼا کې، د شفاء پوهنتون تل هڅه کړې ده، چې د څېړنې او نوښت فضا پراخه کړي او د هېواد د طبي پوهې په لوړوالي کې اغېزناک رول ولوبوي
په وياړ او خوښۍ سره ويلای شو، چې شفاء پوهنتون د پرله پسې علمي او اداري هڅو په برکت، وکولای شول،چې د لوړو زده کړو د محترم وزارت د څېړنې، تاليف او ترجمې له رياست څخه د «د شفاء د طبي علومو علمي او څېړنيزې مجلې» رسمي جواز ترلاسه کړ.
دا ارزښتناکه لاسته راوړنه د شفاء پوهنتون د څېړنې، نوښت او د بومي علم د توليد نښه ده، او يو علمي ډګر ته لاره برابر وي تر څو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه استادان، څېړونکي او علمپوهان وکولای شي خپل علمي او څېړنيز موندنې د افغانستان علمي ټولنې ته وړاندې کړي..
د «د شفاء طبي علومو علمي ـ څېړنيزه مجله» د څېړنیز فرهنګ پياوړتيا، د طبي پوهې لوړتيا او د ټولنې د روغتيا د خدمت په لور یو نوی ګام دی.
موږ له ټولو د علم او څېړنې مينهوالو څخه په صميمانه توګه غوښتنه کوو، چې د خپلو علمي اثارو په خپرولو سره له موږ سره په دې روڼ او علمي لار کې ملګرتيا وکړي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
تحقیق، سرچشمهی دانایی و جوهرهی پیشرفت جوامع است
پوهنتونها زمانی میدرخشند که از آموزش صرف فراتر روند و به کانونی برای تولید علم، کشف حقیقت و خدمت به انسانیت بدل گردند. در پرتو همین رسالت علمی، پوهنتون شفاء همواره در تلاش بوده است تا با گسترش فضای تحقیق و نوآوری، نقشی اثرگذار در ارتقای دانش طبی کشور ایفا نماید.
با افتخار و مسرت، پوهنتون شفاء اکنون توانسته است با تلاشهای پیگیر علمی و مدیریتی، جواز رسمی نشر «مجله علمی ـ تحقیقی علوم طبی شفاء» را از سوی ریاست تحقیق، تألیف و ترجمه وزارت محترم تحصیلات عالی کسب نماید.
این دستاورد ارزشمند، نمادی از تعهد پوهنتون شفاء به تحقیق، نوآوری و تولید دانش بومی است و بستری علمی برای استادان، محققان و پژوهشگران سراسر کشور فراهم میسازد تا یافتهها و اندیشههای خویش را در قالب مقالات علمی و تحقیقی به جامعهی علمی افغانستان عرضه نمایند.
مجله علمی ـ تحقیقی « علوم طبی شفاء» گامی نو برای تقویت فرهنگ تحقیق، ارتقای دانش طبی و خدمت به سلامت جامعه است.
از تمام اهل علم و تحقیق صمیمانه دعوت مینماییم تا با نشر آثار علمی خویش، ما را در این مسیر نورانی همراهی فرمایند.
آمريت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء

