معرفی مدیریت ثبت و راجستر
بیوګرافي: هجرت الله نذیري د محمد کبیر نذیري زوی او د حاجي محمد وصیل لمسی دی، چې د ۱۳۷۳ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ۱۱مه نېټه د وردګو ولایت، دایمیرداد ولسوالۍ، د ګلي په کلي کې زېږېدلی دی.
نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې د مزارشریف ښار د مولانا جلالالدین محمد بلخي عالي لېسې کې ترسره کړي او منځنۍ او ثانوي زدهکړې یې د کابل ولایت په عبدالحی حبیبي عالي لېسې کې په بریالیتوب سره بشپړې کړې دي.
د ښوونځي له فراغت وروسته یې د څو کلونو لپاره په ښوونځیو او انستیتیوتونو کې د ښوونکي په توګه د هېواد بچیانو ته د تدریس سپېڅلې دنده ترسره کړه. وروسته یې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په چوکاټ کې د سېول انجنیرۍ زدهکړې وکړې او خپلې لوړې زدهکړې یې د کاردان پوهنتون د سېول انجنیرۍ په څانګه کې بشپړې کړې.
د علم او پوهې د لا پراختیا په موخه یې خپلې زدهکړې دوامدارې وساتلې او په ۱۴۰۰ هـ.ش کال کې یې د هندوستان له یوه معتبر بنسټ څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې د انلاین زدهکړو له بشپړولو وروسته د فراغت سند ترلاسه کړ. نوموړی اوس مهال د هالند په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه خپلې لوړې زدهکړې پر مخ وړي.
هجرت الله نذیري د پښتو ادب په برخه کې مسلکي زدهکړې لري او د ادبي لیکنې، کره کتنې، ژباړې او څېړنې سره ځانګړې لېوالتیا لري. نوموړي د خپلو زدهکړو او کاري فعالیتونو په ترڅ کې د مسلکي تدریس، ودانیزو پروژو د تطبیق، اداري مدیریت، همغږۍ او مسلکي چارو د تنظیم په برخو کې له پوهنتونونو، خصوصي شرکتونو، ملي او نړیوالو مؤسسو څخه ارزښتناکې علمي او عملي تجربې ترلاسه کړې دي.
نوموړی اوس مهال په شفاء پوهنتون کې د محصلانو د ثبت او احصایې مدیر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د محصلانو د ثبت او راجستر د پروسې مدیریت، د علمي دوسیو تنظیم او ساتنه، د احصایوي راپورونو چمتو کول، د معلوماتو د کره والي او محرمیت تأمین او د الکترونیکي معلوماتي سیستمونو ادارې په برخو کې فعاله، اغېزناکه او مسؤلانه ونډه لري.
نوموړی د مسلکي ژمنتیا، علمي ودې او اداري شفافیت له لارې هڅه کوي، څو د لوړو زدهکړو په سکټور کې د کیفیت د لوړولو، اغېزمن مدیریت او علمي پرمختګ په برخه کې ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي.
