پوهنتون شفاء

معرفی آمریت کتابخانه

معرفی آمریت کتابخانه

بیوګرافي محمد عارف محمدي

زما نوم محمد عارف محمدي دی. ما د انګلیسي ژبې او ادبیاتو له پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او همدارنګه، د عمر د طبي ټکنالوژۍ انسټېټیوټ څخه د څوارلسم پاس (Associate Degree) په کچه فارغ شوی یم. په ۱۳۹۸ کال کې له یاد انسټېټیوټ څخه فارغ شوی یم او دوه کاله مې د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې د صحت په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

د کاري تجربې له مخې، درې کاله مې په بېلابېلو مؤسسو کې د آفسر په توګه دنده ترسره کړې ده. اوس نږدې یو نیم کال کېږي چې د شفاء پوهنتون په کتابتون کې د کتابتون د آمر (Library Manager) په توګه دنده ترسره کوم.

د خپلو دندو په ترڅ کې مې د اداري چارو، د کتابتون د مدیریت، د معلوماتو د تنظیم او د محصلینو د علمي خدمتونو په برخو کې کاري تجربه او وړتیاوې ترلاسه کړې دي. هڅه کوم چې د مسلکي پرمختګ، د کاري کیفیت د لوړولو او د اغېزمنو علمي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړم.