معرفی آمریت تضمین کیفیت
ولي محمد لښکري د حاجي باران خان زوی او د حاجي ګل محمد لمسی، د ۱۳۶۹ هـ.ش کال د سلواغې په ۲۰مه نېټه د هلمند ولایت، واشېر ولسوالۍ، د ګندم چاه په کلي کې زېږېدلی دی.
نوموړي خپلې ابتدایي او ثانوي زدهکړې د هلمند ولایت په مرکز، لشکرګاه ښار کې د انجینیر عبدالمتین عالي لېسې څخه بشپړې کړې. له هغې وروسته یې د حربي ښوونځي (فلکلوریا) زدهکړې ترسره کړې او بیا یې خپلې لوړې زدهکړې د ملي نظامي اکاډمۍ په پیاده نظام مسلک کې تعقیب کړې. نوموړي د حقوقو په څانګه کې د قضا او څارنوالۍ له ډیپارټمنټ څخه په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې په بریالیتوب سره د فراغت سند ترلاسه کړ.
ولي محمد لښکري د نظامي او حقوقي علومو په برخه کې مسلکي زدهکړې لري او د قانون د حاکمیت، اداري نظم، مسؤلیتپالنې او د کیفیت د لوړاوي په برخه کې ځانګړې لېوالتیا لري. نوموړي د خپلو زدهکړو او کاري فعالیتونو په ترڅ کې د رهبرۍ، ادارې، همغږۍ او مسلکي چارو د تنظیم په برخو کې ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې دي.
نوموړی اوس مهال د شفاء پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د پوهنتون د علمي او اداري کیفیت د لوړولو، د کیفیت د معیارونو د پلي کولو، ځانارزونې، علمي ارزونې، د علمي پروګرامونو د ښه والي او دوامدار پرمختګ په برخو کې فعاله او اغېزناکه ونډه لري.
