پوهنتون شفاء

معاون امور مالی و اداری

معاون امور مالی و اداری

عبدالبصیر (عزام) د عبدالکریم زوی، خپلې لومړنۍ زده‌کړې په خپل پلرني ټاټوبي، وردګو ولایت چک ولسوالۍ د نور خیلو په کلي کې ترسره کړې منځنۍ او ثانوي زده‌کړې یې د کابل ښار په نادریې عالي لېسه کې بشپړې کړې. نوموړی په ۱۳۸۵ هـ.ش کال کې له یادې لېسې څخه فارغ شو.
وروسته یې د لوړو زده‌کړو لپاره د کابل د ښوني او روزنی پوهنتون ته لار ومونده او په ۱۳۸۹ هـ.ش کال پښتو ادبياتو کي د لیسانس سند ترلاسه کړ.
نوموړی د عصري زده‌کړو ترڅنګ د اسلامي علومو په برخه کې هم ځانګړې لاسته‌راوړنه لري او د قرآن کریم حافظ دی، چې دا یې د علمي او اخلاقي شخصیت یوه مهمه ځانګړنه ګڼل کېږي.
ښاغلی عبدالبصیر عزام د شاوخوا ۱۶ کلونو بډایه کاري تجربې څښتن دی. نوموړي په دې موده کې په دولتي ادارو، ملي او نړیوالو مؤسسو او خصوصي شرکتونو کې په بېلابېلو اداري او مسلکي برخو کې دندې ترسره کړې دي. د خپل کاري ژوند په اوږدو کې یې د مدیریت، همغږۍ، پلان جوړونې، اداري تنظیم او د چارو د اغېزمن پرمخ وړلو په برخو کې ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې دي.
ښاغلی عبدالبصیر عزام د علم، تجربې، مسؤلیت‌پالنې او مسلکي ژمنتیا له مخې د یوه متعهد، بااخلاقه او تجربه‌لرونکي کادر په توګه پېژندل کېږي او د علمي او اداري پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.