مولوي آغا ولي احمد د دعوت او ارشاد د آمر په توګه د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا شفاء پوهنتون ته معرفي شو



مولوي آغا ولي احمد د دعوت او ارشاد د آمر په توګه د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا شفاء پوهنتون ته معرفي شو

عکس صفحه

مولوي آغا ولي د دعوت او ارشاد د آمر په توګه د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا شفا پوهنتون ته معرفي شو.

نن ورځ د شفاء پوهنتون په تالار کې په یوه رسمي غونډه کي د دعوت او ارشاد د نوي آمر د معرفي او د علمي، اداري او فرهنګي فعالیتونو د لا همغږۍ په موخه ترسره شوه. په غونډه کې د شفاء پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکتر محمد اسماعیل حمیدي وردګ، علمي استادانو، اداري کارکوونکو او د بېلابېلو پوهنځیو استازو ګډون کړی و.

غونډه د پوهنتون د رئیس لخوا د هرکلي په وینا پیل شوه. نوموړي د غونډې موخه د تفاهم پراختیا، همکارۍ پیاوړتیا او د متقابل احترام فضا رامنځته کول وبلل. وروسته، ګډونوالو خپل ځانونه معرفي کړل او د ګډ کار ژمنتیا یې څرګنده کړه.

وروسته، محترم مولوي آغا ولی د دعوت او ارشاد د آمر په توګه رسماً معرفي شو. نوموړي ژمنه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې به د پوهنتون فضا لا مثبت، همغږې او اصلاح‌محوره وساتي.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه‌اړیکو آمريت

مولوی آغا ولی به عنوان آمر دعوت و ارشاد از سوی وزارت تحصیلات عالی به پوهنتون شفاء معرفی شد.

امروز در پوهنتون شفاء نشست رسمی‌ به منظور معرفی آمر جدید دعوت و ارشاد و به هدف هماهنگی بیشتر در امور علمی، اداری و فرهنگی برگزار شد. در این نشست، رئیس پوهنتون شفا، پوهنیار دکتر محمد اسماعیل حمیدی وردگ، نمایندگان محترم پوهنځي‌ها، کارمندان اداری و استادان حضور داشتند.

نشست با سخنرانی خوش‌آمدگویی رئیس پوهنتون آغاز شد. وی هدف از برگزاری این نشست را گسترش تفاهم، تقویت همکاری و ایجاد فضای احترام متقابل عنوان کرد. سپس شرکت‌کنندگان خود را معرفی کرده و بر تعهدشان نسبت به همکاری مشترک تأکید نمودند.

در ادامه، محترم مولوی آغا ولی رسماً به عنوان آمر دعوت و ارشاد معرفی شد. وی وعده داد که در پرتو ارزش‌های اسلامی، فضای پوهنتون را هرچه بیشتر مثبت، هماهنگ و اصلاح‌محور سازد.

نشست با دعا به پایان رسید.

آمریت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء

آخرین اخبار