!د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې لپاره نوی علمي مرستيال وټاکل شو



!د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې لپاره نوی علمي مرستيال وټاکل شو

عکس صفحه

نن د دوشنبې ورځ چې د روان لمريز کال د مرغومې (جدی) مياشتې له دولسمې نېټې سره سمون لري د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو ته د مؤسسې د رئيس ښاغلي محمدالله جهيد له لوري نوی علمي مرستيال ور وپېژندل شو او په دنده يې پيل وکړ، په هغه ناسته کې چې په همدې اړه جوړه شوې وه د مؤسسې رئيس، مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او اداري کارکوونکو پکې ګډون کړی او ښاغلی عبدالسعيد غياثي پکې د علمي مرستيال په توګه وټاکل شو، ګډونوالو د غياثي صيب ټاکنه د مؤسسې د علمي پرمختګ او پياوړتيا لپاره مثبت ګام وباله او ښاغلي غياثي ته يې د مبارکۍ ترڅنګ د نورو برياليتوبونه غوښتنه وکړه.

هېره دې نه وي چې ښاغلي غياثي د جزا او جرم پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې دي او له دې وړاندې يې په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړې دي.

آخرین اخبار