د «په انفرادي او ټولنیزو چارو کې د شریعت پیروي» تر سرلیک لاندې علمي او اصلاحي سیمینار ترسره شو



د «په انفرادي او ټولنیزو چارو کې د شریعت پیروي» تر سرلیک لاندې علمي او اصلاحي سیمینار ترسره شو

عکس صفحه

د «په انفرادي او ټولنیزو چارو کې د شریعت پیروي» تر سرلیک لاندې علمي او اصلاحي سیمینار ترسره شو

د شفا پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د شریعت د پلي کولو او د نبوي سنتو د رڼا خپرولو په موخه، «په انفرادي او ټولنیزو چارو کې د شریعت پیروي (اتباع الشریعة و السنة فی الامور الفردیة و الاجتماعیة)» تر عنوان لاندې یو علمي او اصلاحي سیمینار په بریالۍ توګه دایر کړ.

دغه سیمینار د ۱۴۰۵ هـ ل کال د حمل په ۲۳مه نېټه، د غرمې مخکې په ۱۱:۰۰ بجو د پوهنتون په عمومي تالار کې پیل شو. غونډه د پوهنیار استاد حنیف لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه.

په لومړۍ برخه کې، دوکتور متخصص ظریف الله متقي د سیمینار د موضوع په اړه هراړخیزه علمي وینا وکړه. نوموړي په فردي او ټولنیز ژوند کې د شریعت د احکامو د پلي کولو پر اهمیت رڼا واچوله او هغه یې د دارین د سعادت یوازینۍ لاره وبلله.

ورپسې مولوي آغا ولي احمد د سیمینار ګډونوالو ته وینا وکړه. هغه د نبوي سنتو په پیروۍ، د اسلامي ټولنې په اصلاح او د شریعت په عملي تطبیق کې د افرادو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او د ټولنې د سمون لپاره یې مهمې سپارښتنې وړاندې کړې.

سیمینار د ګډونوالو د فعالې ونډې او په خورا مثبتې فضا کې، د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

آخرین اخبار