د شفاء پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو دوه ورځنی ورکشاپ په بریا سره پای ته ورسېد!



د شفاء پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو دوه ورځنی ورکشاپ په بریا سره پای ته ورسېد!

عکس صفحه

د شفاء پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو دوه ورځنی ورکشاپ په بریا سره پای ته ورسېد!

نن پنجشنبه، په شفاء پوهنتون کې د مسلکي پراختیا آمریت (PDC) له لوري د استادانو لپاره د جوړ شوي دوه ورځني روزنیز ورکشاپ دویمه او وروستۍ ورځ وه. د ورکشاپ د نن ورځې موضوع «پایله‌محوره زده‌کړې» (Outcome-Based Education - OBE)  ته ځانګړې شوې وه.
په دغه برخه کې چې د ښاغلي ډاکټر اډمونډ چاو (Dr. Edmund Chow) له لوري وړاندې شوه، د پایله‌محوره زده‌کړې پر اصولو، معیارونو او په طبي تدریس کې د هغې پر عملي تطبیق هراړخیز بحثونه وشول. د پروګرام په وروستیو شېبو کې د ورکشاپ د څرنګوالي او لا ښه‌والي په موخه، د پوهنځیو له رئیسانو او قدرمنو استادانو څخه د هغوی نظریات (فیډبکونه) واخیستل شول.
د غونډې په پای کې د شفاء پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي ډاکټر ظریف‌الله متقي د ورکشاپ پر ارزښت رڼا واچوله او له ټولو ګډونوالو څخه یې د هغوی د فعال ګډون او علاقې له امله د زړه له کومې مننه وکړه. نوموړي له قدرمنو استادانو څخه هیله وکړه چې د تدریس د کیفیت لوړولو او د محصلینو د ښې روزنې په موخه، په راتلونکي کې هم په ورته مسلکي او علمي ورکشاپونو کې پراخه او فعاله ونډه واخلي.
دغه علمي او روزنیز پروګرام، د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د تصدیق نامو (سرټیفیکېټونو) په وېشلو سره په ډېرې بریا او خوښۍ  سره  پای ته ورسېد.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

پایان موفقانه ورکشاپ دو روزه ارتقای ظرفیت اساتید در پوهنتون شفاء
امروز پنج‌شنبه، دومین و آخرین روز از ورکشاپ آموزشی دو روزه که از سوی آمریت انکشاف مسلکی (PDC) برای اساتید پوهنتون شفاء برگزار شده بود، دایر گردید. برنامه امروزی به‌طور ویژه به موضوع «آموزش مبتنی بر نتیجه» (Outcome-Based Education - OBE) اختصاص یافته بود.
در این بخش که توسط محترم داکتر ادموند چاو (Dr. Edmund Chow) ارائه گردید، بحث‌های همه‌جانبه‌ای پیرامون اصول، معیارها و تطبیق عملی آموزش مبتنی بر نتیجه در تدریس رشته‌های طبی صورت گرفت. در لحظات پایانی برنامه، به‌منظور ارزیابی ورکشاپ و بهبود هرچه بیشتر برنامه‌های آینده، نظریات و فیدبک‌های رؤسای پوهنځی‌ها و اساتید گرانقدر جمع‌آوری گردید.
در ختم این نشست، محترم داکتر ظریف‌الله متقی، رئیس عمومی پوهنتون شفاء، پیرامون اهمیت و ارزش این ورکشاپ روشنی انداخته و از سهم‌گیری فعال و علاقه تمامی اشتراک‌کنندگان صمیمانه ابراز سپاس و قدردانی نمود. وی از اساتید محترم تقاضا کرد تا به‌منظور ارتقای کیفیت تدریس و پرورش بهتر محصلین، در آینده نیز در چنین ورکشاپ‌های مسلکی و علمی اشتراک گسترده و فعال داشته باشند.
این برنامه علمی و آموزشی با توزیع تصدیق‌نامه‌ها (سرتیفیکیت‌ها) برای تمامی اشتراک‌کنندگان، با موفقیت و خرسندی به پایان رسید.
آمریت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء!

Two-Day Capacity-Building Workshop for Faculty Wraps Up at Shifa University

Today, Thursday, marked the second and final day of the two-day training workshop organized for faculty members by the Professional Development Center (PDC) at Shifa University. Today's session was specifically dedicated to "Outcome-Based Education" (OBE).

Presented and facilitated by Dr. Edmund Chow, the session featured comprehensive discussions on the core principles and standards of Outcome-Based Education, as well as its practical implementation in medical teaching. In the final moments of the program, constructive feedback was collected from the participating Deans and honorable professors to evaluate the workshop and ensure the continuous improvement of future training sessions.

At the conclusion of the event, the Chancellor of Shifa University, Dr. Zarifullah Mutaqi, highlighted the immense value of the workshop. He expressed his heartfelt gratitude to all participants for their active involvement and keen interest. The Chancellor also encouraged the esteemed faculty members to continue participating enthusiastically in future professional and academic workshops to further enhance the quality of teaching and the academic development of students.

This academic and training program successfully and joyfully concluded with the distribution of certificates to all the participants.

Publications and Public Relations Directorate  Shifa University!

آخرین اخبار