نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب میاشتې ۱۳مه نېټه، د مسلکي پراختیا آمریت (PDC) په همکارۍ د «محصلمحوره زدهکړه؛ په طبي څانګو کې د تدریس د کیفیت لوړولو او د SCL طریقې د کارونې په موخه روللوبونه او موردي څېړنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
دغه علمي او روزنیز پروګرام د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او د غونډې فضا پرې معنوي او معطره شوه.
وروسته د پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي ظریفالله متقي په خپلو ارزښتناکو او لارښوونکو خبرو کې د استادانو د مسلکي ظرفیت پر لوړولو، د نویو تدریسي میتودونو پر پلي کېدو او د تحصیلي نظم د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د ورته علمي پروګرامونو جوړول د تدریس د کیفیت ښهوالي او د پوهنتون د علمي کچې لا پیاوړتیا لپاره یو اغېزمن او بنسټیز ګام وباله.
ورپسې دغه ورکشاپ د ډاکټر اډمونډ چاو (Dr. Edmund Chou) له لوري وړاندې شو. نوموړي د محصلمحورې زدهکړې یا (SCL) طریقې بېلابېل اړخونه تشریح کړل او د طبي څانګو په درسي ټولګیو کې یې د دې طریقې د عملي پلي کېدو پر لارو چارو هراړخیزه رڼا واچوله. همدارنګه، د روللوبونې او موردي څېړنو (Case Studies) له لارې یې د استاد او محصل ترمنځ د اغېزمن او متقابل تعامل څرنګوالی په عملي بڼه ګډونوالو ته وښود.
ټاکل شوې ده چې دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه روزنیز پروګرام کې د پوهنځیو رئیسانو او قدرمنو استادانو ګډون کړی و، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مل و.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

