د شفاء او زاول پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو!
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب (حوت) میاشتې په ۶مه نېټه، د شفاء پوهنتون او زاول پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک د رسمي مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
د یاد تفاهملیک موخه د ګډو څېړنیزو همکاریو پراختیا، د علمي تجربو تبادله، د ګډو علمي پروګرامونو جوړول، د علمي خپرونو پیاوړتیا او د څېړنیزو ظرفیتونو لوړول دي.
په دغو مراسمو کې د دواړو پوهنتونونو رهبري پلاوو ګډون درلود. د غونډې په بهیر کې د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا پر اهمیت، د دوامدارو همکاریو لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو او د لوړو زدهکړو د کیفیت په ښهوالي کې د څېړنې پر رول بحث او نظرونه تبادله شول.
د دواړو علمي بنسټونو مسوولینو هیله څرګنده کړه، چې دغه تفاهملیک به د لا پراخو علمي همکاریو پیلامه وي او د دواړو پوهنتونونو د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې به یو اغېزمن ګام ثابت شي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!
الیوم چهارشنبه، ۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش، تفاهمنامهای همکاریهای علمی و تحقیقاتی میان پوهنتون شفاء و پوهنتون زاول طی مراسمی رسمی به امضا رسید.
این تفاهمنامه با هدف توسعه و تحکیم همکاریهای دوجانبه در عرصههای علمی و تحقیقاتی، تبادل تجارب و ظرفیتهای علمی، برگزاری برنامهها و نشستهای مشترک علمی، تقویت نشریات علمی و ارتقای سطح فعالیتهای تحقیقاتی میان دو نهاد تحصیلات عالی به امضارسید.
در این مراسم، هیئتهای رهبری هر دو پوهنتون حضور داشته و پیرامون اهمیت گسترش همکاریهای علمی، فراهمسازی زمینههای مناسب برای تحقیقات مشترک، و نقش تحقیقی در بهبود کیفیت تحصیلات عالی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
رهبری هر دو نهاد ابراز امیدواری نمودند که این تفاهمنامه سرآغاز همکاریهای گستردهتر علمی و تحقیقاتی بوده و زمینهساز دستاوردهای مشترک و مؤثر در عرصه تحصیلات عالی کشور محسوب گردد.
آمریت نشرات و ارتباطات عمومی
پوهنتون شفاء!

