په شفاء پوهنتون کې د فرامینو او احکامو د تطبیق په تړاو ځانګړې غونډه ترسره شوه
نن دوشنبه (د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې ۴مه) په شفاء پوهنتون کې د صادر شوو فرامینو او احکامو د اغېزمن او منظم تطبیق په موخه، د یاد پوهنتون د علمي او اداري غړو په ګډون غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنتون مشرتابه د یادو فرامینو او احکامو د ارزښت، اهمیت او د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړې.
په دغه ناسته کې د اداري نظم، کاري همغږۍ او مسؤولیت منلو پر پیاوړتیا ټینګار وشو او له ټولو کارکوونکو وغوښتل شول چې په خپلو اړوندو څانګو کې د فرامینو او احکامو عملي کولو ته جدي او مسؤولانه پاملرنه وکړي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

