د پلان جوړونې په هکله یو ورځنی د پوهاوي ورکشاپ



د پلان جوړونې په هکله یو ورځنی د پوهاوي ورکشاپ

عکس صفحه

د پلان جوړونې په هکله یو ورځنی د پوهاوي ورکشاپ
د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سلواغې په ۱۵مه، د شفاء پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت (PDC) په همغږۍ او د کیفیت د لوړاوي آمریت په نوښت، د پلان جوړونې په اړه یو علمي او مسلکي یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو. همدارنګه، د یاد ورکشاپ تر څنګ د کاري او عملیاتي پلانونو پر فارمټونو باندې هر اړخیز توضیحات وړاندې شول.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د علمي او اداري کارکوونکو لپاره ترتیب شوی و، چې موخه یې د پلان جوړونې اساسي اصول، ډولونه، مهمې برخې او د معیاري او مسلکي پلانونو د ترتیب څرنګوالی تشریح کول وو، تر څو د پوهنتون ټول اداري، تحصیلي او علمي کارکوونکي وکولای شي خپل پلانونه په معیاري او مسلکي بڼه چمتو کړي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

آخرین اخبار