د راپور لیکنې په هکله یو ورځنی د پوهاوي ورکشاپ
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش د مرغومي ۱۷مه، د شفاء پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت (PDC) په همغږۍ او د کیفیت د لوړاوي آمریت په نوښت، د راپور لیکنې په اړه یو علمي او مسلکي ورکشاپ ترسره شو.
دغه یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون د علمي او اداري کارکوونکو لپاره ترتیب شوی و، چې موخه یې د راپور لیکنې اساسي اصول، ډولونه، مهمې برخې او د معیاري او مسلکي راپورونو د جوړولو څرنګوالی توضیح کول وو. تر څو د پوهنتون ټول اداري، تحصیلي او علمي ګډونوال وکولای شي خپل راپورونه په معیاري بڼه ترتیب کړي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

