د شفاء پوهنتون د محصلینو فراغت د ستوماتولوژي پوهنځي او د فارمسي پوهنځي څوارلسمه دوره ولمانځل شوه! ✨



د شفاء پوهنتون د محصلینو فراغت د ستوماتولوژي پوهنځي او د فارمسي پوهنځي څوارلسمه دوره ولمانځل شوه! ✨

عکس صفحه

 د شفاء پوهنتون د محصلینو فراغت د ستوماتولوژي پوهنځي او د فارمسي پوهنځي څوارلسمه دوره ولمانځل شوه! ✨

د شفاء پوهنتون د محصلینو د فراغت څوارلسمه دوره په ډېره پرتمينه او معنوي فضا کې ولمانځل شوه. په دغو شاندارو مراسمو کې علمي شخصیتونو، د روغتیا برخې متخصصینو، استادانو او د فارغانو کورنیو ګډون کړی و.

دغه له ویاړ څخه ډک مراسم د پوهنیار استاد بصیرخان حنیف له خوا د کلام الله مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شول، چې د محفل فضا ته یې ځانګړی معنویت او برکت وباښه.

د پوهنتون عمومي رئیس، متخصص ډاکټر ظریف‌الله متقي، فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د علم پر اهمیت او د ټولنې په پرمختګ کې د ډاکټرانو پر اساسي رول خبرې وکړې. نوموړي وویل: "شفاء پوهنتون تل هڅه کړې چې ټولنې ته داسې مسلکي او ژمن ډاکټران وړاندې کړي، چې یوازنی هدف یې د هېوادوالو خدمت او د انساني دردونو دوا کول وي."

ورپسې د شفاء پوهنتون د علمي چارو ستر سلاکار ښاغلي Dr. Edmund Chow د طبابت په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او محصلینو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په دې ستر سفر کې د لا نورو زده کړو هیله وکړه!

بیا د شفاء پوهنتون بنسټ اېښودونکي او د استقلال روغتون رئیس، الحاج متخصص ډاکټر میرویس علمي، دغه ورځ د محصلینو د کلونو خواريو د ثمر ورځ وبلله. هغه له فارغانو وغوښتل چې د طبابت سپېڅلې دنده په پوره صداقت او ایماندارۍ سره پر مخ یوسي او د هېواد د روغتیايي نظام په پیاوړتیا کې خپله علمي پوهه په سمه توګه وکاروي.

د پروګرام په یوه ځانګړې برخه کې، د علمي کمپلکس فارما له لوري د نویو فارغو شویو ډاکټرانو د هڅونې په موخه هغوی ته سپینې طبي چپنې او ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې، چې د محصلینو په څېرو کې یې د ویاړ او خوښۍ موسکا خپره کړه.

شفاء پوهنتون د معیاري تحصیلي چاپیریال، مجربو استادانو او عصري اسانتیاوو په لرلو سره، د هېواد د روغتیايي سکټور لپاره د مسلکي او په وطن مینو کادرونو روزنې ته ژمن دی.

د مراسمو په وروستۍ برخه کې فارغانو ته تصدیق‌نامې او ستاینلیکونه ورکړل شول، ترڅو د هغوی د نوي مسلکي سفر د پیل لپاره یو ښه یادګار پاتې شي.
 

آخرین اخبار