د شفاء پوهنتون د ۱۴۰۳–۱۴۰۷ هـ ش تحصیلي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه د پوهاوي سمینار!
د شفاء پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) په همکارۍ، او د کیفیت د لوړاوي آمریت لهخوا، د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د وضاحت او پوهاوي په موخه یو مهم سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د پوهنتون د علمي غړو او اداري کارکوونکو په پراخ ګډون سره وړاندې شو، چې موخه یې د ستراتیژیک پلان د ارزښت، د اهدافو د ترلاسه کولو لارو چارو، او اړینو اړتیاوو روښانه کول وو.
د کیفیت د لوړاوي آمریت د ستراتیژیک پلان پر اهمیت، د پرمختګ لپاره د ګډ کار پر ارزښت، او د پوهنتون د اوږدمهالو اهدافو د تحقق لپاره د هر اړخیزې همکارۍ اړتیاوې په تفصیل سره تشریح کړ.
شفاء پوهنتون ژمن دی چې د خپل پنځه کلن تائید شوي ستراتیژیک پلان له مخي په هیواد کښی د لوړو زدهکړو په ډګر کې د پام وړ بدلون او پرمختګ رامنځته کړي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

