د شفاء پوهنتون لهخوا په میلاد اتل خصوصي ښوونځي کې د غاښونو د پاک ساتلو د اهمیت په اړه روغتیايي سمینار ترسره شو!
نن د شفاء پوهنتون له لوري د «څنګه کولای شو خپل غاښونه پاک وساتو؟» تر سرلیک لاندې یو مهم روغتیايي سمینار د میلاد اتل خصوصي ښوونځي زدهکوونکو ته وړاندې شو. دغه پروګرام د طب معالجوي او ستوماتولوژۍ پوهنځیو، د PDC آمریت او د شغلي فرصتونو څانګې په ګډه همغږۍ تنظیم شوی و، چې موخه یې د زدهکوونکو روغتیايي پوهاوی لوړول او د هغوی د ورځنیو روغتیايي عادتونو په رامنځ ته کولو کې رهنمایي کول وو.پروګرام د ډاکټر ظریفالله متقي په پرانیستونکې وینا پیل شو. نوموړي د شفاء پوهنتون د ستراتیژیک پلان په رڼا کې دغه ډول فعالیتونه د ټولنې د روغتیا په پیاوړتیا کې بنسټیز وبلل او زیاته یې کړه چې پوهنتون به د ورته نوښتونو د دوام لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.وروسته ډاکټر محمد سلیم صالحي د خولې او غاښونو ساتنې په اړه د پوهې ډک او د عملي تجربو پر بنسټ جوړ شوی پریزینټیشن وړاندې کړ. هغه د غاښونو د پاک ساتلو اساسي اصول، د خولې د ناروغیو د مخنیوي لارې چارې او د صحي ژوند پر اهمیت مفصل بحث وکړ.ډاکټر متقي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې زدهکوونکي د ټولنې راتلونکی قوت دی او د هغوی فکري، ذهني او بدني پیاوړتیا د هرې سالمې ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري.د پروګرام په پای کې د میلاد اتل خصوصي ښوونځي لهخوا د شفاء پوهنتون استادان او همکاران تقدیر شول. ګډونوالو د سمینار منځپانګه ګټوره وبلله او دغه علمي ورکشاپ د زدهکوونکو لهخوا په تود هرکلي او ستاینې بدرګه شو.دغه نوښت د ځوان نسل تر منځ د روغتیايي پوهاوي د خپرېدو په لور یو مهم او هراړخیز ګام وګڼل شو.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!

