د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې د نوي چوکاټ په اړه د پوهاوي ورکشاپ!



د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې د نوي چوکاټ په اړه د پوهاوي ورکشاپ!

عکس صفحه

د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې د نوي چوکاټ په اړه د پوهاوي ورکشاپ!
دغه ورکشاپ د شفاء پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمریت له‌خوا، د مسلکي انکشاف (PDC) آمریت په همغږۍ، د پوهنتون رهبري، علمي کادر او کارکوونکو ته ترسره شو.
د غونډې پیل دښاغلي پوهنیار استاد بصیرخان حنیف له‌خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. وروسته د پوهنتون رئیس، محترم پوهنیار ډاکټر محمد اسماعیل حمیدي، میلمنو ته ښه راغلاست وينا وکړه او د لوړو زده‌کړو بنسټونو کې د کیفیت لوړاوي پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.
د ورکشاپ موخه، د پوهنتون د علمي کادر او کارکوونکو لپاره د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې د یولس‌ګونو معیارونو وضاحت، پر هغوی پوهاوي او د راتلونکو ارزونو لپاره اغېزناک چمتووالی ګڼل کېږي. یاد ورکشاپ به د پنځو ورځو لپاره دوام ومومي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!
ورکشاپ آگاهی‌دهی پیرامون چارچوب جدید تضمین کیفیت و اعتباردهی!
این ورکشاپ از سوی آمریت تضمین کیفیت پوهنتون شفاء، با همکاری آمریت انکشاف مسلکی (PDC)، با حضور رهبری و اعضای کادر علمی و کارمندان پوهنتون برگزار شد.
آغاز این نشست با تلاوت آیاتی از قرآن کریم توسط پوهنیار استاد بصیرخان حنیف انجام شد. سپس رئیس پوهنتون، محترم پوهنیار داکتر محمد اسماعیل حمیدی، ضمن خوش‌آمدید به مهمانان، درباره اهمیت و ارزش ارتقاء کیفیت در نهادهای تحصیلات عالی صحبت نمود.
هدف از این ورکشاپ، وضاحت معیارات یازده‌گانه تضمین کیفیت و اعتباردهی،ارتقایء سطح آگاهی اعضای کادر علمی و کارمندان پوهنتون، و آماده‌سازی مؤثر برای ارزیابی‌های آینده عنوان شده است. این ورکشاپ به مدت پنج روز ادامه خواهد داشت.
آمریت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء!

آخرین اخبار