[1:48 AM, 11/20/2025] Hekmatullah Bassiri: علمي سيمينار د "ديني او ملي ارزښتونو ته پاملرنه" تر عنوان لاندې وړاندي شو
نن پنجشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ل د لړم ۲۹مه نېټه، د شفاء پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري يو علمي سيمينار د "ديني او ملي ارزښتونو ته پاملرنه" تر عنوان لاندې ګډونوالو ته وړاندي شو.
دغه سمینار د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره، چې د استاد بصير حنيف لخوا ترسره شو، پيل شوه. وروسته مولوي آغا ولي احمد، د دعوت او ارشاد آمر، د ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې، پياوړتيا او پلي کولو په اهميت خبرې وکړې او خپل ديني او اخلاقي نظرونه يې، د پوهنتون له رئیسانو او حاضرو استادانو محصلينو سره شريک کړل.
نوموړي د محصلينو، ځوانانو او علمي بنسټونو رول د ديني فرهنګ او ملي ارزښتونو په ترويج کې خورا مهم وباله او د اسلامي او افغاني هويت د پياوړتيا باندې يې ټينګار وکړ.
په پای کې، برنامه په دعا سره پای ته ورسېده.…
[2:03 AM, 11/20/2025] Hekmatullah Bassiri: د "نانو ټکنالوژۍ د درملو په مؤثریت کې رول" تر عنوان لاندې علمي سمینار
په شفاء پوهنتون کي علمي سمینار د "نانو ټکنالوژۍ د درملو په مؤثریت کې رول" تر عنوان لاندې د پوهنتون د رئیس، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو په حضور کې ترسره شو.
دغه پروګرام د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره چې د استاد بصیرخان حنیف له خوا پیل شو. وروسته، محترم ډاکتر غلام ایشان سباوون، د فارمسي پوهنځي رئیس، د نانو ټکنالوژۍ د اهمیت او طبي برخو کې د هغې د کارونې په اړه خبرې وکړې او خپلې علمي لیدلوري یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
بیا محترم ډاکتر مختار احمدي، د فارمسیوټیک او فارماکولوژي دیپارتمنت آمر، خپله علمي سمینار وړاندې کړ چې پکې یې د نانو ټکنالوژۍ تاریخ، ارزښت، د کارونې لارې چارې او احتمالي نیمګړتیاوې تشریح کړې، چې د ګډونوالو پام یې ځان ته راوګرځاوه.
ورپسې، محترم محمد نصیر قاسمي، د محصلانو چارو مرستیال، د سمینار د محتوا ستاینه وکړه او داسې علمي پروګرامونه یې د محصلانو د علمي کچې د لوړوالي لپاره اغېزناک وبلل او ژمنه یې وکړه چې دا ډول پروګرامونه به دوام پیدا کړي.
پروګرام د دعا سره پای ته ورسېد.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
برگزاری سمینار علمی تحت عنوان "نقش نانوتکنالوژی در مؤثریت دواها"
پوهنتون شفاء سمینار علمیای را با عنوان «نقش نانوتکنالوژی در مؤثریت دواها» با حضور رئیس پوهنتون، رؤسای پوهنځیها، اساتید، کارمندان و محصلان برگزار نمود.
برنامه با تلاوت آیاتی چند از قرآن کریم توسط استاد بصیرخان حنیف آغاز گردید. سپس داکتر غلام ایشان سباوون، رئیس پوهنځی فارمسی، پیرامون اهمیت و کاربردهای نانوتکنالوژی در عرصههای طبی صحبت نمود و دیدگاههای علمی خود را با حاضرین شریک ساخت.
در ادامه، داکتر مختار احمدی، آمر دیپارتمنت فارمسیوتیک و فارمکولوژی، ارائهی علمی خویش را در مورد تاریخچه، اهمیت، روشهای کاربرد و چالشهای نانوتکنالوژی در مؤثریت دواها ارائه کرد که مورد توجه حاضرین قرار گرفت.
پس از آن، محترم محمد نصیر قاسمی، معاون امور محصلان، با ابراز قدردانی از ارائهکنندگان، چنین برنامهها را برای ارتقای سطح دانش و بینش علمی محصلان مؤثر دانسته و از ادامهی آن در آینده خبر داد.
در پایان، برنامه با دعائیه خاتمه یافت.
آمریت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء

