علمي سيمينار د "ديني او ملي ارزښتونو ته پاملرنه" تر عنوان لاندې وړاندي شو
نن پنجشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ل د لړم ۲۹مه نېټه، د شفاء پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري يو علمي سيمينار د "ديني او ملي ارزښتونو ته پاملرنه" تر عنوان لاندې ګډونوالو ته وړاندي شو.
دغه سمینار د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره، چې د استاد بصير حنيف لخوا ترسره شو، پيل شوه. وروسته مولوي آغا ولي احمد، د دعوت او ارشاد آمر، د ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې، پياوړتيا او پلي کولو په اهميت خبرې وکړې او خپل ديني او اخلاقي نظرونه يې، د پوهنتون له رئیسانو او حاضرو استادانو محصلينو سره شريک کړل.
نوموړي د محصلينو، ځوانانو او علمي بنسټونو رول د ديني فرهنګ او ملي ارزښتونو په ترويج کې خورا مهم وباله او د اسلامي او افغاني هويت د پياوړتيا باندې يې ټينګار وکړ.
په پای کې، برنامه په دعا سره پای ته ورسېده.
د شفاء پوهنتون د نشریاتو او عامه اړیکو آمريت
برگزاری سمینار علمی تحت عنوان «اهتمام به ارزشهای دینی و ملی»
امروز پنجشنبه، مورخ ۲۹ عقرب سال ۱۴۰۴ هـ ش، سمینار علمیای از سوی آمریت دعوت و ارشاد پوهنتون شفاء تحت عنوان «اهتمام به ارزشهای دینی و ملی» برگزار گردید.
برنامه با تلاوت آیاتی از کلامالله مجید توسط استاد بصیر حنیف آغاز شد. سپس مولوی آغا ولی احمد، آمر دعوت و ارشاد، پیرامون اهمیت حفظ، تقویت و تطبیق ارزشهای دینی و ملی صحبت نمود و دیدگاههای دینی و اخلاقی خود را با محصلان رؤسای پوهنتون و اساتید حاضر در جلسه شریک ساخت.
وی نقش محصلان، جوانان و نهادهای علمی را در ترویج فرهنگ دینی و ارزشهای ملی مهم دانسته و بر تقویت هویت اسلامی و افغانی در سطح جامعه تأکید کرد.
در پایان، برنامه با دعائیه خاتمه یافت.
آمریت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء

