د دعوت او ارشاد کمېټې د فعالیتونو د ارزونې څرنګوالی
د دعوت او ارشاد کمېټې غونډه د ۱۴۰۱/۰۸/۱۷ نېټې په ورځ د مولوي آغا ولي احمد له لوري د قرآن عظیمالشأن د آيتونو په تلاوت سره پیل شوه. دغه غونډه د معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او فارمسي د پوهنځیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه، چې پکې لاندې موضوعات وڅېړل شول:
- د کارکوونکو ګډون د دعوت او ارشاد د ورځنیو درسونو په بهیر کې
- د ورځنیو درسي فعالیتونو د ارزونې څرنګوالی
- د تجوید تدریس
- د درسي موادو د وړاندې کولو طریقه او د مطالعې طرز
د غونډې په پای کې، د پوهنځیو رئیسانو ډاډ ورکړ چې ټول مطرح شوي موارد به له ټولو کارکوونکو سره شریک شي او له آمر دعوت او ارشاد سره به د مسؤلیتونو د پلي کېدو په برخه کې لازم همکاری ترسره شي.
یاده غونډه د غړو په فعال حضور ترسره شوه او ټول مهم ټکي په دقت سره وڅېړل شول.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!
چگونگی ارزیابی فعالیتهای کمیته دعوت و ارشاد
جلسه کمیته دعوت و ارشاد به تاریخ ۱۴۰۱/۰۸/۱۷ توسط مولوی آغا ولی احمد با تلاوت آیاتی از قرآن عظیمالشأن آغاز گردید. در این جلسه که با حضور رؤسای پوهنځیهای طب معالجوی، ستوماتولوژی و فارمسی برگزار شد، پیرامون موضوعات ذیل بحث و تبادل نظر صورت گرفت:
- شرکت کارمندان در روند تدریس روزانه دعوت و ارشاد
- چگونگی ارزیابی دروس روزانه
- تدریس تجوید -
- بررسی نحوه ارائه مواد درسی و شیوه مطالعه
در پایان جلسه، رؤسای پوهنځیها اطمینان دادند که موارد مطرح شده با تمام کارکنان شریک ساخته میشود و در هماهنگی با آمر دعوت و ارشاد، همکاری لازم در راستای اجرای مسؤولیتها صورت خواهد گرفت.
این جلسه با حضور فعال اعضا برگزار شد و تمام نکات کلیدی به دقت مورد بررسی قرار گرفت.
آمریت نشرات و ارتباطات عمومی پوهنتون شفاء!

