مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

د زده کړیالانو چارو معاونیت پیژندنه

د زده کړیالانو چارو معاونیت پیژندنه

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د زده کړیالانو چارو مرستیالي د دې مؤسسې د ستراتیژیکو موخو اړوند د محصلانو د پیاوړتیا او د زده کړې د پراختیا ګډون لپاره رامنځته شوی دی. د محصلانو چارو معاونیت د یوې زده کړه ئیزې مؤسسې د اړینو او حساسو معاونیتونو څخه ګڼل کیږي. چې په نیغه توګه د زده کړیالانو سره اړیکه لري، همداشان د زده کړیالانو لپاره د پروګرام جوړونې، ادارې او ټولو محصلینو د هدایتونو او زده کړیالانو ته د هغوی د اړتیاوو پوره کولو دنده پرغاړه لري. همداشان د محصلانو چارو معاونیت په شفاء لوړو زده کړو مؤسسه کې د محصلانو د نظم او دسپلین لپاره د هویت کارت چمتو کوي او د ټولګیو د استازو سره وخت ناوخت غونډې هم نیسي.

د دې معاونیت په جوړښت یا تشکیل کې یو شمیر آمریتونه لکه، د زده کړیالانو چارو آمریت، د محصلینو چارو مدیریت، د زده کړه ئیز سیسټم مدیریت، د محصلینو د ودې مرکز، د مشاورې مرکز، د عملي کارونو مرکز، د محصلینو د ټولنو اداره او تشکیلونه یې.

کمیټې لکه، انظباط، نظم او دسپلین هم د محصلانو معاونیت چارو له برخو څخه ګڼل کیږي. د محصلانو چارو معاونیت د خپل تشکیلاتي جوړښت له مخې تل هڅه کړې ترڅو د محصلانو ترمنځ د بیلابیلو پروګرامونو او پلانونو دود کول او د محصلانو د غیر اکاډمیکو مهارتونو پراختیا تدوین او ترسره کړي. د پروګرامونو اړوند کولای شو له تفریحي، سیرعلمي، کاري او دنده ئیزې مشاورې، د نړیوالو ژبو زده کړې، کمپیوټر، د محصلانو مناظرو او ورزشي سیالیو څخه یادونه وکړو.

د محصلانو معاونیت چارو د دندې لایحه!

  1. دوړاندوینه شوو موخو ته د رسیدو لپاره د اونیز، میاشتیني، ربع وار، او کلني کاري پلانونو ترتیبول.
  2. د پلان شوو موخو د تحقق په موخه د اړوند پرسونل مشري او اداره کول.
  3. د ټاکل شوو معیارونو د پلي کولو په موخه د محصلانو چارو اړوند پالیسیو طرحه کول.
  4. د دیپلومونو، ترانسکرپتونو د ویشلو، د آزموینو د پایلو او محصلانو ته د کارت د ویشلو کړنو څخه نظارت کول.
  5. د محصلانو د شمولیت او فراغت د اسنادو د خوندیتوب او ساتلو څخه نظارت او کنترول.
  6. پر محصلانو باندې د دسپلیني نظم او سمون د تامین او مقرراتو پلې کول.
  7. په اړوندو پوهنځیو کې د محصلانو د شمولیت چارو څخه نظارت.
  8. د زده کړیالانو د تعجیل او تبدیلۍ اړوند چارو څرنګوالي څخه نظارت او څارنه.
  9. په پوهنځیو کې د زده کړیالانو پر وخت د تدریس لپاره اړوندو ادارو ته لارښوونه او د هغوی نظارت.
  10. په پوهنځیو کې د درسونو د پیل او د آزموینو د اخیستلو لپاره د مهال ویش ترتیب او د هغه څخه کنترول او نظارت کول.
  11. په پوهنځیو کې د زده کړیالانو د ټولنیزو او ورزشي کړنو څخه نظارت او هغوی ته لارښوونه.
  12. د پوهنتون د کلتوري شورا سره مرسته او هغوی ته لارښوونه د زده کړیالانو د ټولنیزو چوپړونو د سمون په موخه.
  13. د محصلانو د فراغت او د هغوی د پایلو سمون څخه نظارت او کنترول، همداشان د همدو اسنادو تسلیمول د لوړو زده کړو وزارت ته.
  14. په اړوندو پوهنځیو کې د محصلانو او علمي کنفرانسونو د جوړولو څخه خوندیتوب او د هغوی ترتیبول.
  15. د ډیرو نورو دندو ترسره کول کوم چې د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د مشر لخوا د لایحې سره سم راته سپارل کیږي.

د محصلانو چارو د مرستیال پیژندنه:

ښاغلی محمدحامد اکبري دا مهال د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال په توګه پر دنده بوخت دی، اکبري د غلام حبيب زوی دی چې په کال ۱۳۷۲ لمريز کې يې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي، لومړنۍ، منځنۍ او د ليسې دورې زده کړې يې د الجهاد لنګر په عالي لېسه کې پای ته رسولې. نوموړی په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د دولتي کارنکور آزموينې له لارې د کندهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۹۵ لمريز کې له يې له ياد پوهنتون څخه د لېسانس سند تر لاسه کړ. له دې وروسته په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې پر دنده بوخت و، په ۱۳۹۷ لمريز کال يې د تحصيلي بورسيې ګټلو پر مټ د ايران هېواد ته سفر وکړ او په ۱۳۹۹ لمريز کال يې د ياد هېواد له يزد پوهنتون څخه د مديريت په څانګه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی، هېره دې نه وي چې ښاغلي اکبري د تحصيلي دورې په لړ کې بېلابېلې مقالې او کتابونه هم ليکلي دي. ښاغلي اکبري د ۱۴۰۱ لمريز کال له پيله تر دې مهاله د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو د مرستيال په حيث دنده اجراء کوي.

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې چوپړونه:

  • په سلګونو بیلابیلو کتابونو سمبال کتابتون
  • د زده کړیالانو د لا پیاوړتیا او فکري ودې لپاره وړیا انټرنیټ
  • په عصري وسایلو او ټکنالوژۍ سمبال لابراتوارونه (کیمیا، بیولوژي، اناټومي، فزیک، بیوشیمي، فارمسیتیک، فارمسی شیمیک، تکسوکولوژي، پرازیتولوژي، مایکروبیولوژي، فارمکولوژي، ایمونو لوژي، فارمکوکنوزي، بوتاني او داسي نور).
  • د ستوماتولوژۍ پوهنځي لپاره په عصري وسایلو سمبال کلینیک.
  • په شفاء لوړو زده کړو مؤسسه کې د فوتوکاپۍ اسانتیاوو شتون.
  • په شفاء لوړو زده کړو مؤسسې ودانۍ کې د کانتین شتون.
  • د فوتوکاپۍ سر نږدې په مناسبه بیه د قرطاسیې او درسې کتابونو شتون.
  • د معلولو محصلانو لپاره د لفت اسانتیا شتون.
  • په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې د حقوقو محصلانو لپاره د تمثیلي محکمي جوړولو اسانتیا.
  • د زده کړیالانو د عملي کار لپاره تدریسي کدري روغتون او درملتون
  • د کال او سمسټرونو په پای کې اول نمره او تکړه زده کړیالانو ته مډالونه، نغدې پیسې او ډالۍ ورکول.
  • د ښځېنه زده کړیالانو لپاره جلا ودانۍ او وړیا ترانسپورټ.