د ثبت او راجستر مدیریت
پیژندنه:
محبوب الله "وردګ" د محمد سالم "وردګ" زوی د غلام محمد لمسی په 1369/06/10 هـ ش کال د وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې د نصرت خیلو د کلي په یوه غریب پروره او ایمانداره کورنۍ کې سترګې نړۍ ته غړولې دي.
زده کړی:
په 1377 هـ ش کال کې د وردګو ولایت د سيدآباد ولسوالۍ د شنیز درې د ( خالد بن ولید "تکیه" ) په عالي لیسه کې شامل او خپلې لومړنۍ زده کړې پیل کړې او په 1389 هـ ش کال کې له نوموړي ښوونځي څخه په عالي درجه د دوولسم په سویه فارغ شوی دی. په کال 1393 هـ ش د پوهان انستیتیوت د معلوماتي تکنالوژۍ څخه په اوله درجه دیپلومه ترلاسه کړې همدا رنګه په کال 1395 هـ ش د تخنیکي او مسلکي زده کړو د روزنې اکادمۍ د تخنیکي او انجنیري دیپارتمنت د جیودیزي څانګې څخه په عالي درجه د فراغت سند ترلاسه کړی په کال 1400 هـ ش د عروج لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي قضأ او څارنوالي دیپارتنمت څخه فارغ شو.
دندې:
ښاغلي محبوب د زده کړو تر څنګ ګڼې دندې اجراء کړې د یادونې وړ دي، په کال 1392 هـ ش کی د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ( همبستګی ملی ) په برخه کې د یو کال په موده د محلي کارمند په حیث دنده ترسره کړې، وروسته له دې په کال 1395 هـ ش په کابل ولایت د دیارلسمې تعلیمی حوزې مربوط د سیدالشهدا په عالي لیسه کې درې کاله ( پشتو، کمپیوتر او اجتماعات ) په برخه کې تدریس کړی له تدریس سره د زیاتې مینې له کبله په کال 1399 هـ ش کی د پنځمې تعلیمی حوزې مربوط د شهامت خصوصي عالی لیسه کې د یو کال په موده مختلف مضامین تدریس کړي دي اوس د 1400/07/21 څخه تر دا مهاله د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتو، ثبت او راجستر د مدیر په حیث دنده اجراء کوی.
