لرليډ او ماموریت
لرليد
شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه هوډ لري چې د ټولنې د اړتياوو په پام کې ساتلو سره د تدريس، څېړنې او غوره تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې لپاره په راتلونکې کې په ملي کچه د تر ټولو ډېر اعتبار لرونکو تحصيلي بنسټونو په ډله کې راشي.
مأموریت
شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د ملي او نړيوالو معيارونو په رعايتولو سره له شته سرچينو او عصري تکنالوژۍ څخه په ګټه اخيستنې د مناسب تحصيلي چاپېريال رامنځته کولو، سالمې څېړنيزې فضاء او د علمي- اداري ظرفيت د لوړولو دنده پر غاړه لري او د ټولنې د اړتياوو د رفع کولو په موخه د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې او د علمي څيړنو او مطالعاتو د ترسره کولو لپاره ارزښت لرونکي خدمتونه وړاندې کوي.
