مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

د شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د مشر پیژندنه

د شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د مشر پیژندنه

داکتر میرویس علمي د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د چهاردهي کلي په یوه متدینه، علمدوسته او روڼ اندې کورنۍ، د الحاج الف خان په کور او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. د جومات د امام څخه یې د الفبې سپاره پیل، ابتدائیه ښوونځی یې د خپل کلي په سیمه ییز مکتب کې بشپړ کړ، منځنۍ او د لیسې دوره یې د خالد بن ولید (تکیې) په عالي لېسه کې د عمومي اول نمره په موقف پای ته رسولې ده. په ۱۳۷۹ ه ل، کال د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کارنکور آزموینې له لارې د کابل طبي پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شو. په ۱۳۸۶ ه ل، کال کې له پوهنتون څخه په اعلی درجه فارغ او همدارنګه په ۱۳۸۷ ه ل کال د تخصص له آزموینې وروسته د یورولوژي جراحي په څانګه کې یې په ۱۳۹۲ هـ ل، کال د تخصص جامې واغوستلې او د متخصص جراح په توګه یې د وطن او هیوادوالو خدمت ته ملا وتړله او شپه ورځ یې په بیلابیلو دولتي او خصوصي روغتونونو کې خپلو چوړونو ته دوام ورکړ.

د اسلامپال، علمدوست او دهیواد د رښتینې خدمتګار احساس له مخې او د هیواد د خدمت حق د آداینې په پار یې په ۱۳۹۰ هـ ل، کال کې د جامع کمپلکس روغتیایې انستیتیوت ډبره کیښوده، همداشان سلګونه ځوانان او پیغلې یې د طب اړوند بیلابیلو څانګو کې وروزل چې اوس د هیواد په بیلابیلو روغتیایې مرکزونو کې د هیوادوالو په چوپړ بوخت دي.

ډاکټر میرویس علمي په پورته چوپړونو او کړنو بسنه ونه کړه، هوډ یې وکړ ترڅو د افغانانو او مسلمانانو په خدمت کې ډيره ونډه واخلي. په ۱۳۹۳ هـ ل، کال کې یې د شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې په نامه د یوه ستر زده کړه ئیز بنسټ ډبره هم کیښوده چې اوسمهال سلګونه او زرګونه ځوانان او پیغلې پکې خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي او لسګونه علمي کدرونو او نورو خلکو ته یې د کار کولو زمینه هم چمتو کړي ده.

د بنسټګر پیغام او موخې:

ستاسو پام دوه بنسټيزو عنصرونو ته راړوم چې ( علم او دینداري) ده چې په حقیقیت کې زمونږ د ژوند د پرمختګ او مسیر ته د جوړولو همدغه دوه عناصر یواځینۍ لاره بلل کیږي؛ څو د یوه غښتللي او پرمختللي هېواد لرونکي و اوسو.

د ځوان نسل لپاره د یوې مناسبې تحصیلي زمینې چمتوالی او د هغوی د ظرفیت لوړوالی زمونږ یو له اړینو موخو څخه ګڼل کیږي؛ څو راتلونکی مو روښانه او نېکمرغه شي او هېواد ته ژمن، وړ او مسلکي کسان وړاندې کړو؛ څو د یوې سوکالې او زرغونې فضا لاندې د امن او سولې پر ټغر ژوند وکړو.