مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

د نشراتو آمریت

د نشراتو آمریت

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه د نشراتو لپاره په خپل تشکیل کې ځانګړی آمریت لري، چې د پوهنتون اړوند د ټولو نشراتو او خپرونو مسؤلیت په غاړه لري.

همدارنګه د نشراتو آمریت د شفاء په نوم میاشتنۍ روغتیایې، اروایې، کلتوري او ټولنیزه مجله هم خپروي او چې په دې وروستیو کې یې څو ټوکه بیلابیل د پوهنتون تدریسي نصاب کتابونه هم چاپ کړي او څه هم ترچاپ لاندې دي. چې د هغې ډلې د لاندې کتابونو څخه یادونه کولای شو:

  • معاینه فزیکي و امراض داخله
  • عبادات و حکمت های آن
  • جهان بینی اسلامی
  • نظام اخلاقی
  • تمدن اسلامی

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو آمریت د شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو زده کړیالانو لپاره ستایغونډې جوړوې او د بوهنتون له خوا د هر سمسټر په پایله کې د سمسټر ممتاز محصلان د یوې غونډې په ترڅ کې لمانځې او دوی ته ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکول کیږي. همداشان د استادانو د درناوې او ستاینې غونډې او د نورو ملي ورځو د لمانځغوڼدو د سمون او ترتیب مسؤلیت په غاړه لري.

د نشراتو د آمر پیژندنه:

ښاغاغلی احسان الله عنقا ددغه آمریت چارې مخ ته وړي. نوموړی د احمدجان زوی، د وردګو ولایت، جلګې ولسوالۍ، داداخیلو په کلي کې زږیدلی. لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۹۲ه ل کال همدغه ولسوالۍ عبدلواحد خان عالي لېسه کې بشپړې کړې؛ ورسته د کانکور له ازموینې څخه د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځی ته بریالی او په ۱۳۹۶ ه ل کال د لسانس په کچه فارغ شو او په همدغه کال یې په یاد پوهنتون کې ماسټري پيل او په ۱۳۹۸ ه ل کال یې خپله ماسټري هم بشپړه کړه.

ښاغلي احسان الله عنقا په کور دننه په مختلفو خصوصي اداري او تدریسي بنسټونو کې دنده ترسره کړې، چې له هغې جملې د بنسټګران خصوصي شرکت کې عمومي مدیریت، ادراک خصوصي پوهنتون کې استاد او کاتب کې د نشراتو برخې مسؤل و. نوموړی اوس مهال ۱۴۰۲ ه ل، شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو د آمر په حیث خپله دنده مخ ته وړي.

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو آمریت موخې:

  • د طباعي او نشراتي معیارونو د لوړولو لپاره هڅه کول.
  • د دوام لرونکو نشراتي چوپړونو وړاندې کول، د نشراتو او چاپ برخې کارکوونکو ته د تکنیکي او ترتیب شوو زده کړو وړاندې کول.

 

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو آمریت د دندو لایحه:

  • د شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولو پوهنځیو او ادارو د نشراتو برخې اړتیاوو پوره کول.
  • د مقالو، درسي کتابونو او لیکنو راټولول د نشراتو او ارزیابۍ کمیټو لپاره او د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د مجلې ویشل د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې په دننه او بهر کې.
  • د علمي مقالو، څیړنو او نشراتو لپاره د ارزیابۍ کمیټو جوړول.
  • په شفاء مجله کې د علمي او څیړنیزو مقالو خپرول.
  • د کتابونو، لکچرنوټونو، کارتونو او نورو اسنادو چاپول.
  • د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې د غونډو، سمینارونو او ورکشاپونو رامنځته کول.
  • د نشراتو د پرمختګ او پراختیا په چارو کې د اوږدمهاله کار ترسره کول.
  • او د نورو هغو کارونو ترسره کول چې د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د مشر لخوا سپارل کیږي.

 

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې چوپړونه:

  • په سلګونو بیلابیلو کتابونو سمبال کتابتون
  • د زده کړیالانو د لا پیاوړتیا او فکري ودې لپاره وړیا انټرنیټ
  • په عصري وسایلو او ټکنالوژۍ سمبال لابراتوارونه (کیمیا، بیولوژي، اناټومي، فزیک، بیوشیمي، فارمسیتیک، فارمسی شیمیک، تکسوکولوژي، پرازیتولوژي، مایکروبیولوژي، فارمکولوژي، ایمونو لوژي، فارمکوکنوزي، بوتاني او داسي نور).
  • د ستوماتولوژۍ پوهنځي لپاره په عصري وسایلو سمبال کلینیک.
  • په شفاء لوړو زده کړو مؤسسه کې د فوتوکاپۍ اسانتیاوو شتون.
  • په شفاء لوړو زده کړو مؤسسې ودانۍ کې د کانتین شتون.
  • د فوتوکاپۍ سر نږدې په مناسبه بیه د قرطاسیې او درسې کتابونو شتون.
  • د معلولو محصلینو لپاره د لفت اسانتیا شتون.
  • په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې د حقوقو محصلینو لپاره د تمثیلي محکمي جوړولو اسانتیا.
  • د زده کړیالانو د عملي کار لپاره تدریسي کدري روغتون او درملتون
  • د کال او سمسټرونو په پای کې اول نمره او تکړه زده کړیالانو ته مډالونه، نغدې پیسې او ډالۍ ورکول.
  • د ښځېنه زده کړیالانو لپاره جلا ودانۍ او وړیا ترانسپورټ.