مالي او اداري مرستیال
حمیدالله سیرت دالحاج مولانورنوري زوی او د الله نور لمسی په یوه متدینه ،دینداره،علمي او ادبي کورنۍ کې په کال ۱۳۶۶ هـ ش دحمل دمیاشتې په پنځمه نیټه د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ شنیزدرې د اوتړیو په کلي کې زیږدلی. نوموړي لومړنۍ زده کړې دامام ابوحنیفه په ښونځي کې وکړې ،ثانوي زده کړې یې په ۱۳۸۲ هـ ش کال دخالدبن ولید تکیه په عالي لیسه کې سرته ورسولې ،په کال ۱۳۸۷ هـ ش په کندهار پوهنتون کې د USAID مؤسسې د ارتقا او ظرفیت لوړونې پروژې ته بریالی شو د دغه لارې يې وکولای شو ل چې خپلې نظري او عملي دوه کلنې زده کړې په اداره منجمنت ،حساب دارۍ ،او بازاریابۍ کې بشپړې کړي. په ۱۳۸۳ هـ ش کال دکندهارپوهنتون زراعت پوهنځی ته دکانکورله آزموینې ورسته بریالی شوچه دلسانس ترکچې یې خپل تعلیمات په کندهارپوهنتون کې بشپړکړي . او په کال ۱۳۸۸ هـ ش هلمند ولایت کی د (HAFO) په مؤسسه کی د (Administrative manager) په حیث مقررچه تر ۱۳۹۰ هـ ش د یادې مؤسسې سره دنده سرته ورسوله ، ددغه دندې تر څنګ د هلمند ولایت د پوهنې ریاست سره د (CM) په حیث د استادانو د میتودیکو او اکاډمیکو زده کړو داستاد په حیث نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې ، په کال ۱۳۹۰ هـ ش کابل کې د جامع کمپلکس طبي انستیتوت د اداري مرستیال په حیث دنده پیل کړه، چې په دغه دوره کې يې د جامع کمپلکس طبی انستیتوت ټول هغه اهداف چه د ستراتیژیک پلان له مخې ټاکل شوي وو، په بریا سره د خپلو همکارانو په مرسته ترلاسه کړل. ښاغلی سیرت صاحب ورسته ددغې لس کلنې دورې څخه په کال ۱۴۰۰ هـ ش شفاء د لوړوزده کړو مؤسسې د مالي او اداري بست چارې مخ ته وړي .
