مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

د زده کړیالانو چارو معاونیت

د زده کړیالانو چارو معاونیت

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د زده کړیالانو چارو مرستیالي ددې مؤسسې د ستراتیژیکو موخو اړوند د محصلنیو د پیاوړتیا او د زده کړې د پراختیا ګډون لپاره رامنځته شوی دی. د محصلینو چارو معاونیت د یوې زده کړه ئیزې مؤسسې د اړینو او حساسو معاونیتونو څخه ګڼل کیږي. چې په نیغه توګه د زده کړیالانو سره اړیکه لري، همداشان د زده کړیالانو لپاره د پروګرام جوړونې، ادارې او ټولو محصلینو د هدایتونو او زده کړیالانو ته د هغوی د اړتیاوو پوره کولو دنده پرغاړه لري. همداشان د محصلینو چارو معاونیت په شفاء لوړو زده کړو مؤسسه کې د محصلینو د نظم او دسپلین لپاره د هویت کارت چمتو کوي او د ټولګیو د استازو سره وخت ناوخت غونډې هم نیسي.

د دې معاونیت په جوړښت یا تشکیل کې یو شمیر آمریتونه لکه، د زده کړیالانو چارو آمریت، د محصلینو چارو مدیریت، د زده کړه ئیز سیسټم مدیریت، د محصلینو د ودې مرکز، د مشاورې مرکز، د عملي کارونو مرکز، د محصلینو د ټولنو اداره او تشکیلونه یې.

کمیټې لکه، انظبات، نظم او دسپلین هم د محصلینو معاونیت چارو له برخو څخه ګڼل کیږي. د محصلینو چارو معاونیت د خپل تشکیلاتي جوړښت له مخې تل هڅه کړې ترڅو د محصلینو ترمنځ د بیلابیلو پروګرامونو او پلانونو دود کول او د محصلینو د غیر اکاډمیکو مهارتونو پراختیا تدوین او ترسره کړي. د پروګرامونو اړوند کولای شو له تفریحي، سیرعلمي، کاري او دنده ئیزې مشاورې، د نړیوالو ژبو زده کړې، کمپیوټر، د محصلینو مناظرو او ورزشي سیالیو څخه یادونه وکړو.

د محصلینو معاونیت چارو دندې لایحه!

  1. دوړاندوینه شوو موخو ته د رسیدو لپاره د اونیز، میاشتیني، ربع وار، او کلني کاري پلانونو ترتیبول.
  2. د پلان شوو موخو د تحقق په موخه د اړوند پرسونل مشري او اداره کول.
  3. د ټاکل شوو معیارونو د پلي کولو په موخه د محصلینو چارو اړوند پالیسیو طرحه کول.
  4. د دیپلومونو، ترانسکرپتونو د ویشلو، د آزموینو د پایلو او محصلینو ته د کارت د ویشلو کړنو څخه نظارت کول.
  5. د محصلینو د شمولیت او فراغت د اسنادو د خوندیتوب او ساتلو څخه نظارت او کنترول.
  6. پر محصلینو باندې د دسپلیني نظم او سمون د تامین او مقرراتو پلې کول.
  7. په اړوندو پوهنځیو کې د محصلینو د شمولیت چارو څخه نظارت.
  8. د زده کړیالانو د تعجیل او تبدیلۍ اړوند چارو څرنګوالي څخه نظارت او څارنه.
  9. په پوهنځیو کې د زده کړیالانو پر وخت د تدریس لپاره اړوندو ادارو ته لارښوونه او د هغوی نظارت.
  10. په پوهنځیو کې د درسونو د پیل او د آزموینو د اخیستلو لپاره د مهال ویش ترتیب او د هغه څخه کنترول او نظارت کول.
  11. په پوهنځیو کې د زده کړیالانو د ټولنیزو او ورزشي کړنو څخه نظارت او هغوی ته لارښوونه.
  12. د پوهنتون د کلتوري شورا سره مرسته او هغوی ته لارښوونه د زده کړیالانو د ټولنیزو چوپړونو د سمون په موخه.
  13. د محصلینو د فراغت او د هغوی د پایلو سمون څخه نظارت او کنترول، همداشان د همدو اسنادو تسلیمول د لوړو زده کړو وزارت ته.
  14. په اړوندو پوهنځیو کې د محصلینو او علمي کنفرانسونو د جوړولو څخه خوندیتوب او د هغوی ترتیبول.
  15. د ډیرو نورو دندو ترسره کول کوم چې د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د مشر لخوا د لایحې سره سم راته سپارل کیږي.

د محصلینو چارو مرستیال پیژندنه:

ښاغلی شفیع الله عزام، د حاجي ګل آقا زوی چې په ‍۱۳۶۸ هجري لمریز کال د میدان وردګو ولایت  په مرکز او یوه متدینه او دین دوسته کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانستې دي. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې د میدان وردګو ولایت مرکز اړوند کهنه خمار لیسه کې پای ته رسولي او بیا یې کابل ته نقل مکان کړی دی او د لیسې دوره یې د محمود هوتکي په عالې لیسه کې په بریالبتوب سره پای ته رسولې ده.

په کال ۱۳۸۷ هجري لمریز یې په عمومي کانکور کې ګډون وکړ چې په پایله کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ ته بریالی او په کال ۱۳۹۰ هجري لمریز د کرنې پوهنځي څخه فارغ شو. او وروسته په کال ۱۳۹۵ هجري لمریز د ازادې سیالۍ او لوړو زده کړو وزارت له لارې د هندوستان هیواد د ماسترۍ بورسیې ته بریالی او ور وپیژندل شو.

البته د یادولو وړ ده چې نوموړې د خپلې ماسټرۍ دوره په کال ۱۳۹۵ د هندوستان هیواد په عثمانیه نړیوال پوهنتون کې کوم چې د هندوستان په حیدر آباد ښار کې شتون لري پیل، او په کال ۱۳۹۷ هجري لمریز کال له نیکه مرغه د ادارې او سوداګرۍ په څانګه کې په بریا سره پای ته ورساوه.

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې چوپړونه:

  • په سلګونو بیلابیلو کتابونو سمبال کتابتون
  • د زده کړیالانو د لا پیاوړتیا او فکري ودې لپاره وړیا انټرنیټ
  • په عصري وسایلو او ټکنالوژۍ سمبال لابراتوارونه (کیمیا، بیولوژي، اناټومي، فزیک، بیوشیمي، فارمسیتیک، فارمسی شیمیک، تکسوکولوژي، پرازیتولوژي، مایکروبیولوژي، فارمکولوژي، ایمونو لوژي، فارمکوکنوزي، بوتاني او داسي نور).
  • د ستوماتولوژۍ پوهنځي لپاره په عصري وسایلو سمبال کلینیک.
  • په شفاء لوړو زده کړو مؤسسه کې د فوتوکاپۍ اسانتیاوو شتون.
  • په شفاء لوړو زده کړو مؤسسې ودانۍ کې د کانتین شتون.
  • د فوتوکاپۍ سر نږدې په مناسبه بیه د قرطاسیې او درسې کتابونو شتون.
  • د معلولو محصلینو لپاره د لفت اسانتیا شتون.
  • په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې د حقوقو محصلینو لپاره د تمثیلي محکمي جوړولو اسانتیا.
  • د زده کړیالانو د عملي کار لپاره تدریسي کدري روغتون او درملتون
  • د کال او سمسټرونو په پای کې اول نمره او تکړه زده کړیالانو ته مډالونه، نغدې پیسې او ډالۍ ورکول.
  • د ښځېنه زده کړیالانو لپاره جلا ودانۍ او وړیا ترانسپورټ.