مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

د فارمسی پوهنځی

د فارمسی پوهنځی

شفا د لوړو زده کړو مؤسسې د فارمسي پوهنځي پېژندنه:

په طبابت برخه کې د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې لارې چارې شته، چې درمل په روغمنتیا کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنه پورې رول لوبوي. له شک پرته د یوې ټولنې پرمختګ، سوکالي او نیکمرغي په روغتییا پورې تړلي ده. د فارمسي پوهنځي همدې کار ته زمینه برابروي چې تل له ناروغانو او خلکو سره په اړیکه کې وي؛ درمل جوړونه د همدې پوهنځی له تحصوصونو څخه ګڼل کیږي. نو ویلای شو چې فارمسي پوهنځی د طبابت برخې مهمه څانګه ده چې، د درملو په جوړښت، د انسان په بدن کې د هغې اغېز، د نارغیو د کچې ټيټوالی ... او داسې نور تر بحث لاندې نیسي. د یادونې وړ ده چې د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې په فارمسي پوهنځي کې د تحصیل دوره څلور کاله وخت نیسي چې فارغ شویو محصلانو ته د لسانس په کچه سند ورکول کیږي.

د فارمسۍ پوهنځی تشکیل:

۱- د پوهنځی ریاست:

۲- د څانګو آمرین:

۳- کادري غړي:

۴- تدریسي مدریت:

ماموریت:

د علم او تحصیلي پياوړتیا برخه کې څېړنه، د فارمسي پوهنځي محصلان د ښه تعلیم په چوکاټ کې روزل، ښو او اصلي درملو ته لاسرسی، د علمي کارونو تر سره کول او د خلکو په روغتیا کې پوره ونډه زموږ ماموریتونه دي.شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د فارمسي پوهنځي کارکوونکي غواړي تر څو ټوله وړتیا په دغه برخه کې مصرف او ولس له شته ناورین څخه وژغوري.