مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پېژندنه:

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پېژندنه:

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مشر، ضیاء الرحمن کامران لنډه پيژندنه:

محترم ضیاءالرحمن کامران  په ۱۳۶۸ کال د حمل میاشتې په ۵ مه نيټه د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د آدم خیلو په کلي کې په یوه علم پروره کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې، ده له کوچينوالي څخه له زده کړې سره ځانګړې علاقه لرله او لومړۍ زده کړې یې د مسجد له امام څخه پیل کړې، په شپږ کلنۍ یې د کریم شهید په مکتب کې نوم لیکنه وکړه او په دغه مکتب کې یې له لومړي ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړې او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.
له شپږم ټولګی څخه ورسته یې د قران کریم د حفظ پیل د شهادت دیني مدرسې په دارالحفاظ کې پیل وکړ ، او څلورویشت سپارې یې په یاد دارلحفاظ کې له استاد قاري صاحب مهیمن حفظ او د امریکایی ځواکونو له حملې سره سم پاکستان ته مهاجر او هلته د پاتو شپږو سپارو حفظ له قاري صاحب خان سره شروع او ختم کړ.ورسته کابل او خپل وطن ته راستون شو، او د قرانکریم  د حفظ سیالۍ کې ګډون بلنه ورته ورکړل شوه، چې د سعودي عربستان لخوا نیول شوې وه، چې په ملي او نړلواله سطحه استادانو پکې ګډون درلود، اشتراک وکړ، او د ۵۵۰ قاریانو او حافظانو په منځ کې لمړی مقام ترلاسه کړ، او دقرانکریم دیپلوم ورته ورکړل شو. ورسته یې بېرته خپل پلرني ټاټوبي  چک ولسوالۍ آدم خیلو کلي ته ستون او مېشت شو.

له هغه ورسته د کریم شهید مکتب ته شامل او تر نهم ټولکي پورې یې پدې مکتب کی زده کړو ته دوام ورکړ له هغه ورسته د چک ولسوالی د مشهورې لیسې (حضرت عمر فاروق لیسه) ته شامل او د مکتب مرحله یې پدې لیسه په بریالۍ توګه په اعلی درجه پای ته ورسوله. د کانکور له آزموینې ورسته د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسی علوموپوهنځي ته بریالی چې په ۱۳۹۲ ه ش کال کې د یادې پوهنځۍ د قضاء او څارنولۍ څانګې څخه په اعلی   درجه او لوړو کادري نمرو فارغ شو.

له فراغت ورسته د افغانستان د یوې نړیوالې مؤسسې سره  ګردیز ساحوی دفتر کې  حقوقی او سیاسې مشاور په حیت دنده پیل کړه تر، یو کال بریالی دندې ورسته کابل کې Afhgan legal international office  کې حقوقی مشاوریت کې دنده پیل کړه، تر یو کال بریالی دندې ورسته د (افکک) مؤسسه کې د د سیاسي مشاور په توګه دنده پیل کړه له هغه ورسته په ۱۳۹۴ کال کې د شفاء لوړو زده کړو موسسه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د علمی کادر په حیث و ګومارل شو. له دوه کلن ماموریت ورسته د ماسترۍ دورې ته  د تکمیل په موخه د مصر هیواد ته سفر و کړ چې هلته قاهره جامعةالدول العربیه پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو  په قانون برخه کې  خپله ماستري بشپړه کړه، او هیواد تر راستیدو سره سم د شفاء پوهنتون  د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د رئیس  او استاد په توګه دنده پیل کړه، او تر اوسه پورې یادې دندې مسؤلیت لري.

څرنګه چې حقوق او سیاسي علوم لوستل او عملي کول د یو هېواد قانون او ټولنیز ژوند ته د ارزښت ورکولو لپاره یواځینۍ حل لاره بلل کیږي؛ او د اوسني او راتلونکې لپاره د حقوق دانانو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو لپاره مسلکي کسان د علم په ګاڼه سمبالوي؛ څو د یو هېواد او ولس له حقوقو څخه په قانوني چوکاټ کې دفاع وکړي او مظلوم د ظالم له منګولو خلاص، او د هر چا حق خپل حقدار ته ورکړي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ په دوو (قضاء او څارنوالي، اداره او دیپلوماسي) څانګو کې له ۱۳۹۳ لمریز کال را پدې د ځوان قشر د تحصیلي کچې لوړېدو پخاطربوخته ده.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ د حقوقي کلینیک په شتون سربېره د نورو سهولتونو او عملي کارونو د ترسره کولو تر څنګ، درسي سیستم کریدیت دی، چې تحصیلي مدت یې څلور کاله وخت نیسي چې تدریس یې د مسلکي او تخصصي استادانو له لوري په معیاري ډول تر سره کیږي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تشکیل:

  • د پوهنځي ریاست
  • د څانګو آمرین
  • کادري غړي
  • تدریسي مدیریت

لړلید: د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ټول هیواد کې د حقوقي او سیاسي پوهې تړاو هڅولو سره په سیاسي پراختیا، د نظم او عدالت تامینولو، او ټولنیزې هوساینې باور لري.

ماموریت: د شفا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هوډ لري چې د معیاري تدریس، څیړنو ترسره کولو اولوړې زده کړې لرونکي نسل وړاندې کولو له لارې د ټولنې اړتیاوو سره سم مسلکي حقوقي او سیاسي پوهې ته په وده ورکولو کې خپل اړین رول ولوبوي.

زده کړیزې موخې:

  • د هېواد په کچه د ځوانو او مسلکي کادرونو روزل
  •   په حقوقي، عدلي، سیاسي او ډېپلوماسۍ برخو کې په تیوریکي او پراکتیکي بڼه د محصلینو روزل
  •  په ټولنه کې د حقوقي پوهاوي کچه لوړول 
  • د ظالمانو په مقابل کې د مظلومینو دفاع
  •  په هېواد کې د قانون واکمني پلي کول

 ارزښتونه:

  • رښتينولي، اسلامي، فرهنګي او ملي  ارزښتونو ته وده ورکول 
  • د اسلامي قوانينو په چوکاټ کې د اخلاقو ساتنه او انساني کرامت ته درناوی
  • اغیزمنې او ګټورې لوړې زده کړې
  • ژمنتيا او مسؤلیت منل
  • د ګټورو او اغېزمنو زده کړه ییزو ( تیوري-  عملي) او تحقیقي خدمتونو وړاندې کول 
  • د ټولنې علمي اړتياوو ته ځواب ویل او ژمنتيا
  • انساني او ملي لوړو ارزښتونو ته درناوی
  • په تحصیلي او تحقیقي فعاليتونو کې ابتکار او نوښت

 

 


په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې نصاب نصاب تحصیلی رشته حقوق د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تطبیقی راپور