مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

د ستوماتولوژي پوهنځي پیژندنه

د ستوماتولوژي پوهنځي پیژندنه

د شفا پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي لنډه پیژندنه:

زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هغه ګران هیوادوال چې په لیرې پرتو سیمو او کلیو کې ژوند کوي د وړ طبي چوپړونو لکه د خولې او غاښونو د ناروغیو اړوند په علمي او مسلکي ډول برخمن نه دي. او تر اوسه پورې په تجربوي ډول د غیر مسلکي وګړو لخوا تر درملنې لاندې نیول کیږي کوم چې د خلکو د روغتیا د زیانمنیدو لامل ګرځي او له بله پلوه د خلکو ترمنځ د ویروسي او انتاني ناروغیو د لیږد لامل هم ګرځیدلای شي.

له بله پلوه زموږ د ګران هیواد په ښارونو کې د تکنسینونو او پروتیزونو یو شمیر یې وروسته د دوه کلنې دورې وروسته د ستوماتولوژۍ په برخه کې خپلو روغتیایې چوپړونو ته دوام ورکوي، چې د بشپړې تجربي او علم څخه برخمن نه وي ترڅو ګرانو هیوادوالو ته روغتیایې ستندرد او معیارې چوپړونه وړاندې کړي.

دې ته په پاملرنې سره چې د ستوماتولوژۍ برخې ناروغیو برخه کې تر اوسه پورې یواځې یو پوهنځی د کابل طب پوهنځي په چوکاټ کې د ځوانو زده کړیالانو د زده کړو لپاره فعالیت کوي. چې د هغه پوهنځي فارغین د ستوماتولوژي څانګې د روغتیایې چوپړونو د وړاندې کولو لپاره د هیواد په کچه بسنه نه کوي. نو له همدې امله، شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو دوو پوهنځیو لکه عالي فارمسۍ او حقوقو او سیاسي پوهنځيو سره یو وخت د ستوماتولوژي پوهنځی هم عملا په ۲۰/۱۲/۱۳۹۳ کال د لوړو زده کړو وزارت د رسمي مکتوب د ۱۰۲ نمبر له مخې د شفاء لي وړو زده کړو مؤسسې د مشر ښاغلي داکتر میرویس علمي په واسطه بنسټ کیښودل شو.

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځي تشکیل:

  • د پوهنځي رئیس: 

     د ریاست پيژندنه:

  • د ډاکټر ظریف الله "متقي" پیژندنه

  • ښاغلی ډاکټر ظریف الله متقي د نصرالله جامي زوی په ۱۳۶۲ لمریز کال د کابل ښار په یوه دینداره او علمي کورنۍ کې زیږیدلی، لومړنۍ زده کړې یې د افشار په ابتدایه  او عالي زده کړې یې د قرغې په ده عربان په عالي لېسه کې په ۱۳۸۰  کال کې بشپړې کړې وروسته په ۱۳۸۱ هـ ل د کابل طبي پوهنتون کې شامل او په ۱۳۸۸له یاد پوهنتون څخه په بریالیتوب سره د MD په درجه فارغ شو.
     ډاکټر ظریف الله متقي د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې هم پوره پوهه لري لکه څرنګه چې تاسې ته معلومه ده چې هغه یو وطن دوست او سخاوتمند شخصیت دی، له همدې امله په ۱۳۹۰ هـ ل کال د شکردرې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د رئیس په توګه معرفي شو.  او د ۱۳۹۱ کال تر پایه پورې یې دوه کاله د خلکو خدمت وکړ.ښاغلی ډاکټر ظریف الله متقي له علم سره مینه لرونکی شخص دی او د خپلې مسلکي پوهې د کچې د لوړولو په خاطر یې په ۱۳۹۲ کال کې د ملي روغتون د روغتیا او تخصص په څانګه کې شامل شو.  او له هغه وروسته یې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې خپلې وړتیاوې وښودلې چې د اړونده خلکو له خوا وستایل شو . نوموړی اوس مهال شفا د لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځی د رئيس په توګه دنده ترسره کوي.

د شفاء پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي تشکیل:

  • د پوهنځي ریس
  • تدریسي مدیر
  • تدریسي مامور
  • د څانګو آمرین
  • کدري غړي

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځي دیپارتمنتونه :

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې ستوماتولوژۍ پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت د کریکولم سره سم د لاندې څانګو( دیپارتمنتونو) درلودونکی دی:

فزیک اوبیوفزیک څانګه

کیمیا څانګه

د بیولوژۍ او جنیتیک څانګه

آناتومۍ څانګه

د بهرنۍ انګریزې ژبي څانګه

د هستولوژۍ څانګه

د اسلامي ثقافت څانګه

د بیوشیمي څانګه

د فزیولوژي څانګه

د عمومي داخلې څانګه

د عمومي جراحۍ څانګه

د نسایې ولادې څانګه

د غوږ، ستوني او پوزې څانګه

جلدي څانګه

پتالوژي څانګه

د فارمکو لوژۍ څانګه

د یورولوژۍ څانګه

د رادیو لوژۍ څانګه

عقلي او عصبي څانګه

مایکروبیولوژي څانګه

د ستوماتولوژۍ داخله څانګه

د جراحۍ او وجه فک څانګه

د وقایې او عامې روغتیا څانګه

د عدلي طب او طبابت اخلاقو څانګه

د ستوماتولوژۍ ارتوپیدې څانګه

د ستوماتولوژۍ ماشومانو څانګه

د انستیزۍ څانګه

د پریو دونتولوژي څانګه

د ارتوپیدۍ او تروماتو لوژۍ څانګه

 

د ستوماتولوژۍ پوهنځي لیدلوری: شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځی غواړې د پوهې او زده کړې د تدریس، د خولې او غاښونو د ناروغیو روغمنتیا ته ارتقاء او د معیاري روغتیایې چوپړونو د وړاندې کولو لپاره د ژمن او متخصص ځواک روزنه کې د هیواد په کچه پرمختللی وي.

 

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځي ماموریت: د ستوماتولوژۍ ناروغیو اړوند د ژمن او متخصص ځواک روزنه او د علمي څیړنو او روغتیایې وړ او نړیوالو ستندرد چوپړونو لپاره د بستر جوړولو، د ټولنې د خلکو د خولې او غاښونو د روغتیا سره د مرستې په موخه او د هیواد د روغتیایې اړتیاوو د پوره کول د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د ماموریتونو څخه ګڼل کیږي.

د ستوماتولوژۍ پوهنځي موخې:

  • د ستوماتولوژي برخې ناروغانو درملنه، کنترول او د ناروغانو سره مرسته.
  • د ستوماتولوژۍ ناروغانو ته د ستندردو روغتیایې چوپړونو وړاندې کول.
  • په روغتون کې د فني او مسلکي ډاکټرانو څخه اعظمي ګټه اخیستنه.
  • د خولې جوف اوغاښونو ناروغیو اړوند د ټولنې د علمي کچې لوړول.
  • په افغانستان کې د طبي قانون حاکمیت او په ټولنه کې د روغتیایې پوهې دودول.
  • په روغتیایې چوکاټ کې د اداري او اخلاقي فساد مخنیوی.
  • د ناروغانو، پایوازانو او ډاکترانو د مشروع حقونو څخه دفاع کول.
  • د پوهنځي په ټولو چارو کې د اعتبار ورکولو او کیفیت د تضمین پلي کول.

کتابتون:

لکه څرنګه چې مو مخکې په خپلو خبرو کې یادونه وکړه شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه په خپل تشکیل کې د کتابتون د ټولو چارو د سمون او غني کولو لپاره د کتابتون آمریت او کتابتون لري چې د کتابتون غني کول، د کتابتون د انټرنیټ سمبالول، د کتابتون د سامان آلاتو او نورو اسانتیاوو چمتو کول او … چارو د سمبالولو دنده پرغاړه لري. همداشان شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه یو لوی او سمبال کتابتون لري چې د مطالعې لپاره لوی او وړ سالون پکې شتون لري چې په یو وخت کې لسګونه زده کړیالان پکې لوستنه کولای شي. زرګونه هر ډول کتابونه، مجلې، لکه: اسلامي، ټولنیز، سیاسي، کلتوري، ادبي او د طب د برخې هر ډول کتابونه لري چې درانه استادان او زده کړیالان هره ورځ د سهار د شپږو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې ګټه ترې پورته کوي. د یادونې وړ ده چې کتابتون په انټرنټ کلب او نورو اسانتیاوو هم سمبال دی.

لابرتوار:

د شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځی پنځه لابراتوارونه د ( کیمیا، هستولوژۍ، فزیک، اناتومۍ، فزیولوژۍ) برخو کې او یو په عصري توکو سمبال د ستوماتولوژۍ برخې کلینیک درلودونکی هم دی. چې د درنو زده کړیالانو د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره لارښود تکړه استادان، همداشان سراپا ناروغانو ته د چوپړ لپاره شتون لري.

 


د ستوماتولوژي پوهنځي ستراتیژیک پلان د ستراتیژیک پلان د پلي کولو په اړه د 1402 راپور پایلې