شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه کې د درنو استادانو او ممتازو محصلینو ستاینغونډه په شانداره مراسمو کې ولمانځل شوه!

لکه څرنګه چې شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه په خصوصي پوهنتونونو کې مخکښه او د کیفیت او کمیت لرونکې مؤسسه ده تل هڅه کوې ترڅو ولس او خپلو هیوادوالو ته د مسلکي چوپړونو له لارې ځوان او ژمن کادرونه د علم او پوهې ډګر ته وړاندې کړي او د هیواد د روانو ناخوالو سره د مبارزې لپاره همدا ځوان او مسلکي پیاوړی نسل دی چې ځانونه سپر کولای شي او هیواد د روان ناورین څخه د تلپاتې ټیکاو لور ته ویستلای شي. شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس او ټول اداري ټیم هڅه کوي ترڅو خپلو هیوادوالو ته مسلکي کادرونه د یو عالم تجربو او عصري زده کړو سره وړاندې کړي. د یادولو وړ ده چې شفاء لوړو زده کړو مؤسسه تل د خپلو زحمت کښو او پیاوړو استادانو او ممتازو محصلینو ستاینې په ورته شانداره مراسمو لمانځې او د یادو غونډو د دوام ژمنه کوي. همداشان ټولو خپلو درنو استادانو او ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د لازیاتو بریاوو هیله لري. همداشان خپلو ټولو محصلینو ته چې اوسمهال  په شفاء لوړو زده کړو مؤسسه کې په لوړو زده کړو بوخت دي د لا آسانتیاو او چوپړونو د رامنځته کولو ژمنه کوي.

شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه ستاسو روښانه راتلونکی!

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *