شفاء لوړو زده کړو مؤسسې او په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفارت ترمنځ د سکالرشیپونو او بورسیو هوکړه لیک



News :

See all News /

شفاء لوړو زده کړو مؤسسې او په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفارت ترمنځ د سکالرشیپونو او بورسیو هوکړه لیک

عکس صفحه

د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې او په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفارت ترمنځ د سکالرشیپونو، تحصیلي بورسونو، څیړنو او بشري سرچینو پراختیا اړوند ویډیو کنفرانس ترسره شو.
ډير د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې رئیس په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفارت سفیر سره د سکالرشیپونو، بورسیو، علمي څیړنو او بشري سرچینو پراختیا په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ. 
یاد ویډیو کنفرانس په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفارت سفیر ښاغلي داکتر عارف « رحمان» او په اندونیزیا هیواد کې د افغانستان سفارت سفیر ښاغلي فیض الله « ذکي» په همغږۍ چمتو شوی ؤ، چې د لاندې خصوصي او دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو رئیسانو په کې ګډون درلود:
۱ ـ د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي داکتر میرویس « علمي»
۲ ـ د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي حسین ګل « آریوبي»
۳ ـ د هرات پوهنتون رئیس ښاغلي عبدالله « فایض» 
۴ ـ په کابل ولایت کې د کاتب خصوصي پوهنتون استازي ښاغلي ضیاء « شفایې» 
۵ ـ په اندونیزیا هیواد کې د UNNIS دولتي پوهنتون ښاغلي رئیس. 
د ویډیو کنفرانس په پیل کې په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفیر داکتر عارف « رحمان» د روژې مبارکې میاشتې د مبارکۍ ترڅنګ ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې ډير خوښ یم چې په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سفیر ښاغلي فیض الله « ذکي» په مرسته مو وکولای شول د افغانستان د یو شمیر پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو سره د سکالر شیپونو، زده کړه ئیزو بورسیو، څیړنو او بشري سرچینو پراختیا اړوند ویډیو کنفرانس کې ګډون لرم. هیله لرم چې یوه ورځ په افغانستان کې پورته ذکر شوي ټول پوهنتونونه او د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو مشران او د هغوی پوهنتونونه له نږدې وګورم. 
وروسته د هر پوهنتون او مؤسسې رئیس په خپل نوبت د خپلو پوهنتونونو اړوند یو بل ته معلومات وړاندې کړل او په اندونیزیا هیواد کې د یونس دولتي پوهنتون د رئیس لخوا د چمتو شوي پریزنتیشن وروسته په آنلاین ډول د ټولو پوهنتونونو او مؤسساتو رئیسانو د سکالرشیپونو او بورسیو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. او نوموړی ویډیو کنفرانس د یونس پوهنتون د یوه استاد لخوا په اختتامیه دعاء ویلو سره پایته ورسید. د یادولو وړ ده چې د سکالرشیپونو او بورسیو د ورکړي پړاونه به ډير نږدې وخت کې پیل شي. 
شفاء لوړو زده کړو مؤسسه
ستاسو روښانه راتلونکی!

Latest News :

Latest Publications :