مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

شفاء د لوړو زده کړو د مشر پېژندنه

شفاء د لوړو زده کړو د مشر پېژندنه

ښاغلی محمد الله جهید د وردګ ولایت، چک ولسوالۍ، د محمد خیلو په کلي کې په یوه متدینه او علمپاله کورنۍ کې زږېدلی.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په یاده سیمه کې د شهادت دیني عالي مدرسه کې ترسره کړې؛ وروسته د حضرت عمر فاروق لیسه کې شامل شو او په ۱۳۸۸ هـ ل کال يې خپله لیسه هم په اعلی درجه بشپړه کړه.

ښاغلي جهید په ۱۳۸۹ هـ ل کې د شیخ زاید پوهنتون، حقوق او سیاسي علومو پوهنځی پیل او په ۱۳۹۲ هـ ل کې یې خپله د لسانس دوره بشپړه کړه، کله چې د لسانس څخه فارغ شو په کابل مرکز کې یې د پيام نور پوهنتو ن کې په نړیوالو حقوقو کې د ماسټري پروګرام پيل کړ او له یاد پوهنتون څخه یې خپله ماسټري هم د یو شمېر ستاین لیکونو په تر لاسه کولو پای ته ورسوله.

لکه څرنګه چې ښاغلی محمد الله جهید یو زحمت کښه او په زده کړو مین شخص دی، نو ځکه نوموړي هڅه کوله تر څو په علمي او اکاډمیکو محیطونو کې خپل ژند او کار بار ته ادامه ورکړي. نوموړي د خپلې تحصیلي دورې په اوږدو کې له بیلا بیلو اداراتو سره په مخلصانه توګه خدمت هم کړی.

ښاغلی جهید په ۱۳۹۳ هـ ل  کال په شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د استاد، د استادۍ تر څنګ په ۱۳۹۵ هـ ل کې د محصلانو چارو مرستیال، په ۱۴۰۰هـ ل کې عملمي مرستیال اوپه ۱۴۰۱هـ ل د یادې مؤسسې د رئيس په حیث وګومارل شو.

 

هیره دې نه وي چې ښاغلي جهید د مقاله لیکنې تر څنګ یو شمیر کتابونه هم لیکلي، د هغې له جملې:

 

  1. مدیریت او د هغه ډولونه:
  2. تعین ديپلوماسي اسلامی
  3. حقوق بین الملل عمومی

او داسې نور...