د تحصیلي مزد
لومړۍ ماده:
دا اصول د شفاء لوړو زده کړو موسسې د اساسنامې (۷۵) مادې د حکم په اساس وضع شوي دي.
دویمه ماده:
په دې طرزالعمل کې تحصیلي مزد هغه معینې پیسي دي، چې د زده کړه یزو خدماتو په مقابل کې د محصل له خوا ورکول کېږي.
درېیمه ماده:
په دې طرزالعمل کې د مزد اجزاء په لاندې ډول دي:
څلورمه ماده:
د تحصیلي مزد د اندازې ټاکلو څرنګوالی:
پنځمه ماده:
د مزد عواید، د یو چمتو شوي فورم مطابق د شفاء لوړو زده کړو موسسې ته د مالي دفتر له خوا تحویلېږي.
شپږمه ماده:
د تحصیلي مزد د ورکولو څرنګوالی:
د ورکونې وخت | د جریمې اندازه |
د راتلوونکې میاشتې په بهیر کې | د میاشتنی تحصیلي مزد۱۰٪ سلنه |
د درېیمې میاشتې په بهیر کې | د میاشتنی تحصیلي مزد۲۰٪ سلنه |
له درېیمې میاشتې وروسته میاشتو کې | په مخکنیو میاشتو سربېره ۱۰٪ سلنه نور |
اووه ماده:
د مزد ردېدل:
د منفکۍ وخت | د رد وړ فیصدي |
د سمستر په پیل کې | ۱۰۰٪ سلنه |
د سمستر په لومړۍ اونۍ کې | ۷۵٪ سلنه |
د سمستر په دویمه اونۍ کې | ۵۰٪ سلنه |
د سمستر په څلورمه اونۍ کې | ۲۵٪ سلنه |
له دې وروسته | ۰٪ سلنه |
اتمه ماده:
د جریمې او رد شوو پیسو تحویل د فورمو له مخې د شفاء موسسې د مالي څانګې له خوا دبانک له لارې ترسره کېږي.
نهمه ماده:
دا طرزالعمل د لوړو زده کړو وزارت له موافقې او د شفاء لوړو زده کړو موسسې د مشر له منظورۍ وروسته نافذ دی.