څرنګه چې حقوق او سیاسي علوم لوستل او عملي کول د یو هېواد قانون او ټولنیز ژوند ته د ارزښت ورکولو لپاره یواځینۍ حل لاره بلل کیږي؛ او د اوسني او راتلونکې لپاره د حقوق دانانو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو لپاره مسلکي کسان د علم په ګاڼه سمبالوي؛ څو د یو هېواد او ولس له حقوقو څخه په قانوني چوکاټ کې دفاع وکړي او مظلوم د ظالم له منګولو خلاص، او د هر چا حق خپل حقدار ته ورکړي.
د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره شفاء د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ په دوو (قضاء او څارنوالي، اداره او دیپلوماسي) څانګو کې له ۱۳۹۳ لمریز کال را پدې د ځوان قشر د تحصیلي کچې لوړېدو پخاطربوخته ده.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ د حقوقي کلینیک په شتون سربېره د نورو سهولتونو او عملي کارونو د ترسره کولو تر څنګ، درسي سیستم کریدیت دی، چې تحصیلي مدت یې څلور کاله وخت نیسي چې تدریس یې د مسلکي او تخصصي استادانو له لوري په معیاري ډول تر سره کیږي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تشکیل:
د پوهنځي ریاست
د څانګو آمرین
کادري غړي
تدریسي مدیریت
لرلید: د شفاء لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ټول هیواد کې د حقوقي او سیاسي پوهې تړاو هڅولو سره په سیاسي پراختیا، د نظم او عدالت تامینولو، او ټولنیزې هوساینې باور لري.