مؤسسه تحصیلات عالی شفاء

تقویتي پروګرامونه

تقویتي پروګرامونه

څرنګه چې زده کړه یوازې په ټولګي او چپټر کې پوره نه تر لاسه کېږي، ددې لپاره اړینه ده چې محصلان له نورو لارو هم خپله پوهه زیاته کړي؛ شفاء د لوړو زده کړو موسسه د محصلانو د علمي سویې د پرمختیا او لوړتیا په موخه د هر پوهنځي اړوند مسلکي کورسونه او سیمنارونه جوړي.

SHELLS

Shifa English Language Learning System

شفاء د لوړو زده کړو موسسه د انګلیسي ژبې نوی سیسټم چې (SHELLS) نومېږي پیل کړی دی او یاد سیسټم په درېیو پړاونو کې بشپړېږي. داپه پوره ډول یو نوی سیسټم دی، لومړی پړاو یې (Foundation Level)  په نوم یادېږي، چې پدې پړاو کې (Follow me)  په نوم درې بیلابېل (Doors to English Grammar_ , Practice & Progress – and  follow me)  ګټور کتابونه تدریسېږي. دا پړاو پنځه میاشتې دوام کوي.

له دې وروسته دویم پړاو پیلېږي، چې د (Intermediate Level) په نوم یادېږي، پدې پړاو کې د (Streamline)  په نوم کتابونه تدریسېږي، د دې پړاو ډېر ټینګار په خبرو کولو او غږېدا دی؛ په نوموړي پړاو کې محصلینو ته، په انګلیسي ژبه د غږېدو راز راز مهارتونه او لارې چارې ښودل کېږي او څلور میاشتې دوام کوي.

وروستی یا درېیم پړاو (Higher Level) په نوم دی، پدې برخه کې د (Azar) کتابونه تدریسېږي؛ دلته هم خبرې او غږېدل ډېر دي او درې میاشتې دوام کوي. څرنګه چې دا لوړ پړاو دی، نو د انګلیسي ژبې ( خبرې کول، اورېدل، لیکل او لوستل) پکې تدریسېږي، خو ډېره برخه یې ګرامر دی.

دا پروګرام د مجربو استادانو له خوا تدریسېږي، یو کال یا دولس میاشتې دوام کوي او په پای کې یو باارزښته ډیپلوم، د لوړو زده کړو وزارت په تائید زده کوونکو د فراغت په ترڅ کې ورکول کېږي.