د کتابتون آمریت:

د کتابتون آمریت:

لکه څرنګه چې مو مخکې په خپلو خبرو کې یادونه وکړه شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه په خپل تشکیل کې د کتابتون د ټولو چارو د سمون او غني کولو لپاره د کتابتون آمریت لري چې د کتابتون غني کول، د کتابتون د انټرنیټ سمبالول، د کتابتون د سامان آلاتو او نورو اسانتیاوو چمتو کول او … چارو د سمبالولو دنده پرغاړه لري. همداشان شفاء د لوړو زده کړو مؤسسه یو لوی او سمبال کتابتون لري چې د مطالعې لپاره لوی او وړ سالون پکې شتون لري چې په یو وخت کې لسګونه زده کړیالان پکې لوستنه کولای شي. زرګونه هر ډول کتابونه، مجلې، لکه: اسلامي، ټولنیز، سیاسي، کلتوري، ادبي او د طب د برخې هر ډول کتابونه لري چې درانه استادان او زده کړیالان هره ورځ د سهار د شپږو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې ګټه ترې پورته کوي. د یادونې وړ ده چې کتابتون په انټرنټ کلب او نورو اسانتیاوو هم سمبال دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *