شفاء کرکټ لوبډله

شفا د لوړو زده کړو موسسې کرکټ لوبډله په ۱۳۹۴ کال جوړه، چې په همدغه کال د افغانستان د کرکټ بورډ له محترم ریاست سره راجسټر شوه، له ښو تمیرینو وروسته یې لومړۍ سیالي، چې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د پوهنتونونو په کچه په رسمي ډول په لاره اچول شوې وې او د پنځو زونونو لوبډلو په کې برخه درلوده، چې شفاء لوبډلې خپله لومړۍ سیالي د بند امیر زون د پروان پوهنتون له لوبډلې سره وکړه، په همدې سیالیو کې دویمه سیالي د کاردان پوهنتون لوبډلې سره ترسره شوه، له دې وروسته یې په کابل ولایت کې په ځینو نورو سیالیو کې ګډون  وکړ، چې لومړی، دویم او درېیم مقامونه یې ګټلي دي،وروستۍ لوبه یې د ۱۳۹۵ په چنګاښ میاشت کې د میدان وردک ولایت مرکز میدان ښار کې، چې د یاد ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې  د ریاست له لوري په لاره اچول شوې وې ګډون وکړ، لومړی مقام یې وګټلو، چې د چارواکو له خوا ونازول شوه.

شفاء د لوړو زده کړو کرکټ لوبډله د هېواد د ملي لوبډلې، نولس کلنو ملي لوبډلې او شفا لوړو زده کړو موسسې له محصلینو څخه جوړه ده چې کپتان یې ډاکټر احمدالله حسیني وردک دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *